اسلام آباد 07جولائي (اے پي پي)صدرډاکټر عارف علوي وئيلي دي هند د پاكستان په ضد هائبرډ جنګ كښې ملوث دے او دې مقصد لپاره د افغانستان خاوره هم كاروي٬ د افغان جنګ په پاكستان ژور اثرات مرتب شوي٬ سي پيك سره به په بلوچستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي او سيمه ايز تجارت به وده ومومي۔ صدر دا خبرې په بلوچستان د نېشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپلهخطاب كښې كړي ۔ صدرووئيل د سي پېك په مرسته به بلوچستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي٬ د مېنځنۍ آسياء هېوادونو ته د خپل تجارت ودې لپاره به د پاكستان د لارې بحيره عرب ته رسنه ترلاسه شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د فشريز په څانګه كښې د زرمبادله ګټولو زيات صلاحيت موجود دے، د بلوچستان فشريز څانګه په جديد او كوټلو بنيادونو اودرول ته اړتيا ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل افغانستان كښې د جنګ په پاكستان ژور اثرات مرتب شوي، د تګرهګرۍ په ضد د اوږد جنګ څخه د پاكستان په معاشي او امنيتي صورتحال ژور اغيز شوے۔ صد ووئيل طالبان بايد په افغانستان كښې د روغې جوړې پاليسي خپله كړي۔
هند د پاكستان په ضد هائبرډ جنګ كښې ملوث دے او دې مقصد لپاره د افغانستان خاوره هم كاروي۔د صدرډاکټر عارف علوي په بلوچستان د نېشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania