اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي ديد سركاري ملازمينو په صلاحيتونو كښې اضافې لپاره په مېرټ ترقۍ ضروري دي٬د كومې هم ادارې مقاصد زياتولو لپاره د مېرټ په بنياد پروموشن ضرورې دے٬پارليمان د هېواد تر ټولو لوي سپريم قانون سازې اداره ده او د دې ادارې افسران او عمله د دې قيمتي اثاثه ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ نوې ترقي ترلاسه كوونكو افسرانو او عملې نورو كسانو په اعزاز كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل هغوي دې د خپلو صلاحيتونو له مخې محنت وكړي۔ده د قامي اسمبلۍ افسرانواو عملې ته هدايت وكړو چې هغوي خپل صلاحيتونه په كارولو د هېواد او قامپه ګټه وظيفه ترسره كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په سېكرټرېټ كښې د مېرمنو ملازمينو كاركردګي ستائېلو سره ووئيل د كورونو ذمه وارو باوجود په سېكرټرېت كښې د دوي كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې دا ترقۍ د مېرټ او كاكردګۍ په بنياد وركړی شوې۔ده د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ 95 ترقي ترلاسه كوونكو افسرانو او آفيشل له مباركي وركړه ۔په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن٬اېډېشنل سېكرټري چوهدري مبارك علي او نور افسران هم موجود وو۔
د سركاري ملازمينو په صلاحيتونو كښې اضافې لپاره په مېرټ ترقۍ ضروري دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس