اسلام آباد 17 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان كرپشن د هېواد د تباهۍ سبب ګرځولو سره وئېلي دي د هېوادونو د غريبۍ سبب د وسائلو كمې نه بلكې د هغوي د قيادت كرپشن دے٬كرپشن يو داسې څيز دې كوم چې هېواد تباه كوي٬غريب هېوادونه غريب دي خو په دې سبب نه دي چې هغوي د وسائلو كمې لري بلكه په دې سبب غريب دي چې د هغوي قيادت كرپټ دے۔وزيراعظم عمران خان ددې خيالاتو څرګندونه الجزيره سره د جمعې په ورځ خپله مركه كښې وكړه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حضور نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم انسانان بدل كړي د او د دوي كردار يې بدل كړې او دا يې لارښود جوړ كړي۔وزيراعظم ووئيل چې نبي كريم(ص)نه يوازې د مسلمانانو لپاره بلكې رحمت اللعالمين دے او څوك چې هم د هغوي په ماډل عمل وكړي هغه به پرمختګ كوي او كامياب به وي۔
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت