اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي او د اروپائي كمېشن نائب صدر او د اروپائي اېتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ نمائنده جوزف بوريل ترمېنځه ټېلي فوني خبرې شوې دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د زيارت په ورځ دواړو مشرانو د يوكرائن روانې وضعې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ هنګامي غونډې پحقله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير يادونه وكړه چې وزيراعظم عمران خان د روسيه او يوکرائن ترمېنځه په اوسني صورتحال د افسوس څرګندونه كړې ده او هيله ئې ښكاره كړې ده چې د سفارتكارۍ د لارې د پوځي شخړه مخنيوې كېدې شي ٬ د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په شخړو منفي اثرات رامخې ته كولو سره وزيراعظم عمران خان د سفارتي حل په اهميت زور رواړې دې۔ خارجه وزير په اوسنيو پېښو د ژورو اندېښنو څرګندونه كولو سره جوزف بوريل د پاكستان د اصولي موقف نه خبر كړو او وې وئيل چې پاكستان د خبرو اترو او د سفارتكارۍ د لارې د شخړو په سوله ايز حل باور لري۔ ده په دې خبره زور رواړو چې پاكستان پرله پسې اړي ګړي كمولو له د مذاكراتو او د سفارتكارۍ په ضرورت زور رواړې دې۔ په دې موقع جوزف بوريل د روانې وضعې په اړه خپل نكته نظر وړاندې كړو او نړيوال امن او سلامتيا سره سره ئې په نړيوال معيشت د دې اثرات رامخې ته كړل۔ ده د سفارتي حل لټولو لپاره د پرله پسې هلو ځلو اهميت تسليم كړو۔ په دې موقع دواړه مشران د دوه اړخيزه رابطو روانو ساتلو ته سلا شول۔
خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره جوزف بوريل ټېلېفوني تماس ونيولو
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش