اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې تېره ورځ په پېښور كښې د ترهګرې په پېښه كښې ككړ درې تورن پېژندل شوي دي. د خالي په ورځ په يو وېډيو پېغام كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې تېره ورځ د پېښور په جومات كښې په رامېنځ ته شوې خونړې پېښه كښې 57 كسان شهيدان او د 100 نه زيات ژوبل شوي وو. ده ووئيل چې تحقيقاتي ادارې او د خېبر پښتونخوا پوليسو په پېښه كښې د ككړو درې كردارونو شناخت كړے او د دوي بېخ ته رسېدلي دي. شېخ رشيد احمد ووئيل چې تحقيقاتي او تفتيشي ادارې او د خېبر پښتونخوا پوليسو په دې لړ كښې غوره كار كړے او په راتلونكو يو دوه ورځو كښې به پوليس تر تورنو ورسي، د دوي شناخت شوے دے. ده ووئيل چې نن سبا يوه بله پوښتنه كولې شي چې په وزارت داخله كښې د نواز شريف د پاسپورټ تجديد لپاره خواست ترلاسه شوے. په دې اړه د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د كورنيو چارو په وزارت كښې داسې كوم خواست نه دې ترلاسه شوے. ده ووئيل چې په هېواد كښې د عدم اعتماد شور روان دے، لا خو ريكوزيشن هم نه دے راغلے. ده ووئيل چې د الله تعالٰی په حكم به وزيراعظم عمران خان خپله موده پوره كوي. ده ووئيل چې اپوزيشن د دې نه وړاندې هم په اسمبلۍ كښې ماتې سره مخ شوے و او اوس به هم په اسمبلۍ كښې اپوزيشن ماتې سره مخ كېږي. ده ووئيل چې پاكستان مخ په وړاندې روان دے خو زمونږ بدمرغي ده چې ځينې خلق خلفشار او انتشار ته هوا وركولو سره د پرمختګ په لار كښې خنډ جوړېږي. د پاكستان او آسټراليا د كركټ سېريز په اړه ده ووئيل چې د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې وړومبې ټېسټ مېچ روان دے، په دې لړ كښې د امنيت بشپړ انتظامات باوري كړے شوي دي.
تېره ورځ په پېښور كښې د ترهګرې په پېښه كښې ككړ درې تورن پېژندل شوي دي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : راکی