اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي هندي سركاري ته ښكاره چېلنج وركولو سره وئيلي دي هند دې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګامونو په اړه ګرده نړۍ كښې د مېشته كشميري وګړو رائې معلومولو له آزاد رېفرنډم وكړي۔ د افغانستان داخلي وضعه اندېښمنه ده۔ دغلته كوم تړون او اتحاد په نظر نه راځي۔ د ډاكټر عبد الله عبد الله نكته نظر اورېدو سره زما پرېشاني لا سوا شوې۔ د نهې په ورځ يو بيان كښې خارجه وزير هندي سركاري ته مقبوضه كشمير كښې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګامونو حوالې سره ګرده نړۍ كښې د مېشته كشميري وګړو رائې معلومولو له د آزاد رېفرنډم كولو چېلنج وركولو سره ووئيل كه د دې رېفرنډم په نتيجه كښې د ګردې نړۍ كشميري وګړي دا يو اړخيزه ګامونه مسترد كړي نو بيا به هندوستان له خپلو پرېكړو ته بيا كتنه كول وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د جون په 24 مه نېټه د هندوستان لخوا د كنفرنس رابللو اعلان دې پلو اشاره ده چې هر څه سم نه دي۔ د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل دا مهال د افغانستان صورتحال اندېښمن دے۔ د يو ګاونډي په حېث مونږ افغانستان كښې امن او استحكام ليدل غواړؤ۔ افغان صدر اشرف غنی خپل د پوځ سرلښكر ٬ د دفاع وزير او داخله وزير بدل كړے دے۔ په دې حالاتو كښی دا ډول كارروائي دې خبرې ته اشاره كوي چې هغه د حالاتو نه مطمئن نه ښكاري۔ هغه ووئيل د افغان اعلی كچې مفاهمتي كونسل مشر ډاكټر عبد الله عبد الله سره زما ملاقات وشو۔ د هغه نكته نظر اورېدو سره زما پرېشاني زياته شوې۔ خارجه وزير ووئيل كه د افغانستان نه د غېر ملكي عسكرو 60 فيصده وتلو نه وروسته هم طالبانو سره مذاكرات ځنډ سره مخ پاتې شول نو دا خبره به د اندېښنه وړ وي۔ شا ه محمود قرېشي ووئيل پاكسان امن كښې همكارۍ له چمتو دے او وي به۔ مونږ به د كومې شخړې برخه نه جوړېږو۔ د افغانستان مفاهمتي عمل مخ په وړاندې بوتللو له به هر يو ممكن كردار ترسره كوؤ ۔ د هېواد د سياسي صورتحال په اړه مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ آئي اېم ته د تېرو لسيزو حكومتونو د لوټ مار د لاسه تلې يؤ۔ پيپلز ګوند او نون ليګ پاكستان كنګال كړے دے۔ مونږ بهترۍ له ګامونه پورته كړي دي۔ هغه ووئيل د اولنو درې كلونو په مهال زمونږ حكومت ګران ګامونه پورته كړي دي۔ مونږ اقتصادي پرمختګ او د روزګار موقعې په ترجيحاتو كښې شامل كړې۔ زمونږ د حكومت ترجيحات ستائلې شي۔ تاجر ٬ صنعتكار او كرونده ګر د راروان كال بجټ نه مطمئن ښكاري۔ د اېف اے ټي اېف په اړه شاه محمود قرېشي ووئيل د ګرے لسټ ډالۍ مونږ ته نون ليګ راكړې ده۔ مونږ د دې په اثراتو د قابو موندلو هڅې كوؤ۔ هغه ووئيل نن نړۍ دا مني چې د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ مالي مرستې مخه نيولو له چې مونږ كوم ګامونه پورته كړي دي كوم بل حكومت نه دي پورته كړې۔ مونږ د اېف اے ټی اېف لخوا په پورته كړی شويو 27 نكتو عملدرآمد كړے دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل اوس د پاكستان ګرے لسټ كښې د ساتلو كوم جواز پاتے شوے نه دے۔
هند دې د 5 اګست 2019 اړخيزه ګامونو په اړه ګرده نړۍ كښې د مېشته كشميري وګړو رائې معلومولو له آزاد رېفرنډم وكړي۔ د ګرے لسټ ډالۍ (ن) ليګ راكړې ده۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : números dupla sena