اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د??خل?? وزير محسن نقوی وګړو ته عصري آسانۍ وركول?? لپاره د سټیټ آف دی آرټ پاسپورټ اېنډ امېګریشن هېډکوارټرز ودانۍ او د اسلام آباد ريجنل پاسپورټ آفس پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستورې ته خپل خپل خطاب كښې وفاقي وزير اعلان وكړو چې د اسلام آباد ریجنل پاسپورټ آفس به اوس 24 ساعته پرانستے وي۔ ده وويل د ګرد هېواد په 14 ښارونو كښې د نادرا 24/7 مېګا سنټرز جوړ كړې شوي دي۔ محسن نقوی ووئيل په كراچۍ او لاهور كښې به هم ماډل پاسپورټ سنټرز جوړولې شي۔ ده ووئيل اوس به وګړو ته پاسپورټ په ټاكلې موده كښې وركولې شي۔ د??خل?? وزير وويل مخكښې به د پاسپورټس د 6 ٬ 6 مياشتو بېك لاك كېدو كوم چې اوس ختم كړے شوے دے۔ محسن نقوی ووئيل اېف آئي اے د پاسپورټ دف??ر څخه بهر د موجود ايجنټ مافيا په ضد كارروائي كوي۔ ده د ډي جي پاسپورټ او نورې عملې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره هغوي ته مباركي وركره۔ د پرانستې په دستوره كښې ??یئ??مېن نادرا لېفټېننټ جنرل اېم منېر افضل، رفعت مختار راجه، چیف کمشنر اسلام آباد اېم علی رندھاوا، آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د??خل?? وزير د پاسپورټ پروډکشن نوي سېكشنز هم ??وره وكړه او د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكې عملې ته يۍ اعزازي شيلډ او نغد انعامونه وركړل۔