د نړۍ كوم هم مؤرخ د كشميري شهيدانو قربانۍ نه شي هيرولې۔سردارعتيق احمد خان


اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د مسلم کانفرنس صدر او د آزاد کشمير پخواني وزيراعظم سردارعتيق احمد خان وئيلي چې 5 اګست د جمو و کشمير د تاريخ توره ورځ ده،د نړۍ كوم هم مورخ د كشمير د شهيدانو قربانۍ نه شي هېرولې۔ دا خبره ده د ګل په ورځ د كشمير استحصال ورځ په موقع ويډيو پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د 5 اګست ورځ د جموں و کشمير د تاريخ توره ورځ ده، د رياست جموں و کشمير هر يو وګړې هند څخه كركه كوي۔ سردار عتيق ووئيل جبر برداشت كونكي قام لاسونو څخه تر پېړو وسله كوزه نه كړه، کشميريان نن هم په ټوله نړۍ كښې احتجاج كوي۔ده ووئيل جمو و کشمير كښې د هند جبر او تشدد ډير زر خپل منطقي انجام ته رسېدونكے دے ، د 10 لکهه هندي عسكرو موجودګي د آزادۍ د تحريك قوي او طاقتور كېدو ثبوت دے۔