اسلام آباد 10مئي (اے پي پي) د جمعیت علماﺀ اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي د موجوده صورتحال په تناظر كښې نېشنل اكنامك پلان دې وضع كړے شي،پی ټی آئی سره د خبرو اترو كولو كومه ګټه نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د دستور پاكستان ګولډن جوبلی نړيوال پارلیمانی كنونشن وړومبتۍ ورځي اختتامی سیشن ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل ګولډن جوبلی دستورو كښې په ګډون كولو د دوست هېوادونو او ميلمنو هركلے كوو، د اسلامی جمهوریه پاكستان دستور كښې پارلیمان د مجلس شوریٰ سره تعبیر مومي،شوری يو قرآنی اصطلاح ده،د قام په منتخب نمائندګانو مشتمل پارلیمان د شوریٰ سره یاديږي، ده ووئېل د وحی دروازه تر قیامت بند كړې شوي او د شوری دروازه تر قيامت پرانستي وي، ده ووئېل حضور اكرم صلی الله علیه وآله وسلم شوری سره مشاورت كولو،غزوۂ احد كښې چې مشكل صورتحال رامخې ته شو او نزدې 70 جید صحابه كرام شهیدان شول ،حضور اكرم په تكليف كښې ؤ خو د خپلو وګړو لپاره نرم ؤ ٬ د هغه قیادت نرم طبع ؤ۔ده ووئيل د اجتهادي په توګه ئې غلطۍ بخښلي او احكامات الهی سره سره ئې د مشورې عمل روان ساتلے ؤ، ده ووئېل د حضرت علی رض روایت دے چې عزم څه ته وائي نو حضور اكرم وفرمائيل اهل علم سره مشوره او بيا د هغې پيروي ،دغسې د حضرت علی رض يو بل روایت دے چې كه د قرآن و سنت سره مسئله حل نه شي نو څه به كوو٬ حضور ص وفرمائيل بيا مشاورت وكړې۔ده ووئيل داسې كسانو سره مشاورت وكړئ كوم چې فقهی وي ، صاحب الرائے وي ،د د غې نظریے په بنیاد د پاكستان پارلیمان مجلس شوریٰ ګرځولے شوے ، ده ووئېل د پاكستان آئین په ادارو دننه اختیار تقسیموي،مقننه، عدلیه او انتظامیه ۔د دې ټولو خپل دائره كار دے او دائره اختیار دے،پارلیمنټ آئین او قانون جوړوي، ترمیم كوي۔ده ووئيل آئین او قانون د پارلیمان تخلیق دے ٬ بيا دا اداره د ټولو زياته قوي ده،دلته د اختیارات په مسئله اړے ګړے راپيدا كېږي، ادارې د خپل اختیار څخه بهر د نورو په دائرو كښې مداخلت كوي،د پارلیمان په اختیارات كښې مداخلت كیږي، ده ووئېل نن چې كوم مشكل دے د هغې بنیادی وجه هم دا ده،د آئین د بنیاد چې احترام ترنظره وساتلے شي بيا به هېواد پرمختګ كوي۔ده ووئيل د عدلیي كار تشریح كول دي خو چې نظر واچوو مو د خپلي خوښې او مبهمه تشریح كېږي،كله چې يو شق مبهم راشي بيا د هغې د تشریح په ځاے بيرته پارلیمان ته لېږلے كېږي، په داسې مبهم تشریحات مارشل لاﺀ له جواز وركړے كېږي
د موجوده صورتحال په تناظر كښې نېشنل اكنامك پلان دې وضع كړے شي،پي ټي آئي سره د خبرو اترو كولو كومه ګټه نشته۔د جمعیت علماﺀ اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان نړيوال پارلیمانی كنونشن ته وينا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی