اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د ماحولياتي انصاف مسئلو مخنيوي لپاره لاس اينډ ډيميج فنډ جوړول او مالياتي انتظامات د پاکستان پشمول ټولو پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره يوه ”لويه کاميابي“ ده۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې خارجه و زير ووئيل د پاکستان په مشرۍ كښې موسمياتي انصاف او جي۔77 لپاره تاريخي کاميابۍ سره کاپ۔27 کاميابۍ سره پائې ته رسيدلې چې پكښې د دې مسئلې مخنيوي لپاره فنډز او مالياتي انتظامات لپاره ”لاس اينډ ډيميج فنډ“ د ايجنډې برخه جوړه شوي۔ده د مصر خارجه وزير سامح شوکري له په دې تاريخي کاپ۔27 كوربتوب مبارکي وركړه۔خارجه وزير ووئيل په پاکستان كښې د سېلاب تباه کارو باقاعده مشاهده کولو نه پس د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلغ كښې ماحولياتي انصاف لپاره غږ پورته كولو سره ما د ماحولياتي انصاف وکالت کړې ۔ ده په خپله مشرۍ كښې د ګروپ 77 غونډي په مهال د رايو اتفاق سره د پاکستان د تجويز منظورولو حواله وركولو سره ووئيل د پاکستان په تجويز لاس اينډ ډيميج د کاپ۔27 ايجنډې برخه جوړولو اتفاق رائے سره شوې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د خبرو اترو په آخر مونږ مونږ دا اتفاق رائے په ځائې ساتلې ده او په دې كښې فنډ او مالياتي انتظامات هم شامل كړې شوي۔
د ماحولياتي انصاف مسئلو مخنيوي لپاره لاس اينډ ډيميج فنډ جوړول او مالياتي انتظامات د پاکستان پشمول ټولو پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره يوه ”لويه کاميابي“ ده ۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر