اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په مر?? كښې د ګېر شويو سېلګرو محفوظ ځايونو ته رسولو لپاره پاك آرمي، اېف سي او رېنجرز طلب كړے شوے، په واورو كښې د پاتې شويو سېلګرو راويستلو لپاره ټوله شپ?? عمليات روان وو، خو سره د دې هم يو شمېر كسان په ګاډو كښې دننه په حق رسېدلي دي، مري ته تلونكې داخلي لارې بندې كړې شوې دي، ځائي خلقو ته خواست دے چې دوي په واورو كښې ګېر كسانو ته خوراك او كمبل و??سوي. د خالي په ورځ په مر?? كښې مېډيا سره په خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل چې د ضلعي انتظام??ې او پوليس اعلٰی چارواكو په څارنه كښې سېلګري محفوظ ځايونو ته رسول كېږي. ده ووئيل چې د تېرو پنځلس شل كلونو نه پس په لويه شمېر خلق د واورو په سيزن كښې مري او ګليات ته روان شوي دي. ده ووئيل چې د عملياتو په مهال د زرګونو په شمېر ګېر شوي ګاډي راويستل شوي دي. ده ووئيل چې په مر?? كښې د ښكېل شويو سېلګرو محفوظ ځايونو ته رسولو لپاره پاك آرمي، اېف سي او رېنجرز طلب كړے شوے. سېلګري دې دوه ورځو لپاره مري ته نه ځي ځكه چې د اتوار تر ماښام به مري ته تلونكې داخلي لارې بند وي.