اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ (نون) او نورو اتحادي ګوندونو صدارتي كانديد آصف علی زرداری قومی اسمبلۍ او سېنېټ څخه 255 ??وټ??نه ترلاسه كولو سره كامياب ګرځولے شوے او د ده به مقابله كښې د سني اتحاد كونسل او نورو اپوزيشن ګوندونو كانديد محمود خان اچکزئی 119 ??وټ??نه ترلاسه كړل۔ د سېنېټ او قومي ??سمبلۍ غړو لپاره په جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن د پریذائیډنګ آفیسر فرائض جسټس عمر فاروق ترسره كړل۔ پولنګ 11 بجې پېل شو۔ اولنے ووټ د قومي ??سمبلۍ غړي عبدالحکیم بلوچ او دويم وزيراعظم شهباز شريف وكارولو۔ د قومی اسمبلۍ او سېنېټ ټولو 375 غړو خپله رايې وكاروله۔ د پاكستان مسلم ليګ نون او نورو اتحادي ګوندونو كانديد آصف علی زرداری 255 ??وټ??نه ترلاسه كړل۔ يو ووټ مسترد كړے شو۔ د پولنګ عمل تر 4 بجو روان وو۔ دې څخه وروستو پریذائیډنګ آفیسر د دواړو كانديدانو پولنګ ايجنټانو شيري رحمان او سردار شفيق ترين په موجودګۍ كښې د ??وټ??نو شمېره وكړه او د اعلان كړې شوې نتيجې له مخې آصف علي زرداري قومی اسمبلۍ او سېنېټ لپاره جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن څخه كامياب وګرځولے شو۔ جے یو آئی (ف)، جماعت اسلامی او جی ډی اے د ټاكنو عمل بائيكاټ وكړو۔ د نتیجې د اعلان كېدو څخه وروستو د پي پي پي پي او پي اېم اېل اېن پارليماني غړي بلاول بھټو زرداري ته لاړل او هغه ته يۍ د آصف علي زرداري د په كام??اب?? مباركي وركړه۔
آصف علي زرداري قومي اسمبلۍ او سينيټ څخه د 255 ووټونو په ترلاسه كولو صدر وټاكلے شو
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena