اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار شوکت ترين وئيلي دي د پاکستان معيشت په ښه ډول مخ په وړاندې روان دے٬ محصولات په زياتېدو دي٬ د برېښنا او توان كهپت زيات شوے٬ د فصلونو پېداوار په رېكارډ توګه زيات شوے٬ پېداواري اشاريې د سم لوري عكاسي كوي، د لوئر مډل کلاس د وګړو د ستونزو نه حكومت ښه خبر دے او د لوئر مډل كلاس وګړو ته ريليف وركولو ته پام لرنه كوو ٬ مني بل به د پارلمان د لارې راځي٬ سعودي څخه د درې اربه ډالرو معاوت راروان دے، پاکستان په سکوك كښې ادائيګۍ كړي٬ ټېكس به معقول او د بېنكنګ په دائره كار كښې راوستل وي۔ د جمعې په ورځ د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې شوكت ترين ووئيل په نړيوالو منډيانو كښې د خوراكي توكو بيعه كښې د اضافې اثرات په پاكستان هم مرتب كېږي خو دا هم يو حقيقت دے چې پاكستان كښې د خوراكي توكو بيعه د نړيوال ماركيټ په مقابل كښې كمه ده٬ ده ووئېل په عالمي مارکيټ كښې د اېل اېن جي٬ دهاتونو٬ خوراكي تېلو او د خام مال بيعه په زياتېدو ده چې په نتيجه كښې ئې په پاکستان كښې په افراط زر او درآمدي بل اثرات مرتب شوي٬ په نومبر كښې د پاكستان درآمدي بل 7.7 اربه ډالره ٶ، په درآمدي بل كښې خام مال، پيټروليم مصنوعات او خوراكي تېلو زياته برخه وه۔ ده ووئيل د پيټروليم مصنوعاتو په درآمد 508 كښې مېليونه ډالره او د واکسين په اخستلو او درامد 400 مېليونه ډالره اضافه شوې ، دغسې د خوراكي تېلو درامد هم زيات شوے۔ ده ووئيل د خوراكي تېلو په بيعه كښې به د جنورۍ نه پس فرق راشي۔ د خزانې سلاحكار شوكت ترين ووئيل د واكسين په اخستو كښې د پاکستان ورلډ بېنك او اېشين ډوېلپمنټ بېنك څخه معاونت ترلاسه كېږي
د پاکستان معيشت په ښه ډول مخ په وړاندې روان دے٬ د لوئر مډل كلاس وګړو ته ريليف وركولو ته پام لرنه كوو۔ د شوکت ترين خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات