اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي هېواد كښې په خبريالانو او ميډيا پرسن د تشدد٬ د دوي د ځورونې په زيات شوي رجحان د اندېښنې څرګندونه كولو سره د دې پېښو نوټس اخستے دے۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر ډاکټر عارف علوي وزيراعظم ته په ليكلې چيټۍ كښې په خبريالانو او ميډيا پرسن د تشدد٬ د دوي د ځورونې په زيات شوي رجحان د تشويش څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل په خبريالانو د خلاف تشدد پېښې د عدم برداشت ذهنيت عكاسي كوي٬ دا ډول پېښو سره د جمهوريت په سباون او د رائے د اظهار په آزادۍ منفي اثرات مرتب كېږي۔ ده ووئيل د آئين آرټيکل 19 او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارټر آرټيکل 19 د رائے د اظهار د آزادۍ ضمانت وركوي٬ پاكستان كښې يره پېدا كولو نه علاوه داسې پېښې د نړيوال پام مركز محور ګرځي چې ورسره د هېواد تشخص ته زيان رسي۔ صدر مملکت د پاکستان فريډم آف پريس انډيکس 2022 كښې د پاکستان په 157م پوزېشن هم د تشويش څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل بېلا بېل نړيوال تنظيمونه خپل رپورټس كښې د خبريالانو ځورونې، دړكې وركول او جسماني تشدد د پاكستان د مايوس كن پوزيشن بنيادي سبب ګرځولي ۔ صدر مملکت په چيټۍ كښې د خبريالانو د تحفظ كمېټۍ او د هيومن رائټس واچ د رپورټونو حواله هم وركړې د كومو له مخئ چې پاكستان كښې د 1992 نه تر 2022 موده كښې 96 خبريالان قتل شوي او دا تور لګولے شوے چې هغوي د رياست د طاقتور عناصرو په ضد اختلاف رائے او تنقيد غلې كولو لپاره د بغاٶت او ترهګرۍ په الزامات كښې په نخښه كړې شوي۔ صدر مملکت ووئيل د آئين آرټيکل 41 له مخې صدر د ټولو وګړو د آزادۍ او سپېځلې ټرائل د بنيادي حقونو تحفظ ممكن كول غواړي، پاکستان يو جمهوري هېواد دے چې پكښې د دانشورانو او د خبريالانو په ضد ظلم او جبر پكار نه دے۔ ده ووئيل وزيراعظم دې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د لارې خبريالانو او د ميډيا پرسن تحفظ باوري كړي، دغسې سياستمدار دې هم خبريالان د نامعلومه او نورو عناصرو د غېر قانوني اقدامات نه بچ كولو لپاره خپل كردار ولوبوي ۔ ده ووئيل د آئين آرټيکل 46 له مخې وزيراعظم دې په دې لړ كښې د اقدامات كولو نه صدر خبر اوساتي۔
صدر ډاکټر عارف علوي هېواد كښې په خبريالانو او ميډيا پرسن د تشدد٬ د دوي د ځورونې په زيات شوي رجحان اندېښنه څرګنده كړه
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II