اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د سپېن خارجه وزير جوز مېنوئل البرس د جمعې په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلے۔ خارجه وزارت ته په راتګ وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د ګران مېلمه تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د سپېن خارجه وزير د وزارت په چمن كښې يادګاري بوټې هم نال كړو۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه به په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه مذاكرات كېږي، چې پكښې به د افغانستان په تازہ صورتحال د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ په دې مذاكراتو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو اړخونو هم تفصيلي خبرې اترې كېږي۔ پاکستان او سپېن په اروپائي ائتلاف او ګڼو فورمونو ښې اړيكې لري، سپېن په اروپائي ائتلاف كښې د پاکستان درېم لوے تجارتي شراكتدار دے٬ سپېن د اروپا په ھغه هېوادونو كښې شامل دے چرته چې ګڼ شمېر پاكستانيان مېشته دي۔ هيله ده چې د خارجه وزير جوز مينوئل البرس دوره به په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو شريكه همكارۍ او دوه اړخيزه نزدې مرسته كولو كښې مرستياله وګرځي
د سپېن خارجه وزير جوز مېنوئل البرس اسلام آباد ته راورسېد
مضمون کا ماخذ : números quina hoje