اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په فنانس ډويژن كښې غونډه وشوه۔پھ دې مهال برآمدي څانګو له د آسانيو وركولو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې د وړو او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو په حقله غور اوشو چې دغسې دا ادارې د برآمدات وده كښې كردار ترسره كولې شي۔د تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او علي حبيب د اړخه غونډې ته ??فصيلي بريفنګ وركړی شو۔دوي تجويز وركړو چې د بېلو منصوعاتو په برآمد دې د ريبيټس شرح بيا د سره تعين كړې شي او سټېټ بانك دې په دې اړه فنډز بېل كړي دغسې چې د ??ېب??س زر تر زره راست??ېد?? باوري كړی شي۔غونډې ته ووئيل شول 26 بېلو څانګو له برآمدي ميټريلز وركړی كېږي۔د خزانې صلاحكار د تجارت وزارت او اېف بي آر پشمول د كسټم تجاويز ستائېلو سره ووئيل حكومت برآمد كوونكو له زياتې آسانې وركولو له لوظي دے۔ده د تجارت وزارت ته ??پارښتنه وكړه چې د ټولو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس مجوزه تجاويز جوړ كړې دغسې چې هغې ته ?? پالېسۍ شكل وركولو سره د هېواد د برآمدات زيات كړی شي
د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې غونډه٬ د برآمدي څانګو آسانيو لپاره جاج واخستلې شو
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ