اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د سينئر خبريال ضياءالدين په مړينه خواشيني ښودلې. د ګل په ورځ د غمرازې په بيان كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د محمد ضياءالدين د وفات په نتيجه كښې پېدا شوې خلا به كله هم پوره نه شي. د هغه د وفات په نتيجه كښې خبريالان د يو لوي نوم څحه محروم شوي دي. ده دعا وكړه چې لوي څښن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن