اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اسلام آباد كښې پوليس، رېنجر او اېف سي ته د مارچ 20 مې نه تر اپرېل 2مې نېټې خاص اختيارات وركولې شي٬كه اپوزيشن قانون نه چېړي نو دوي به ته به هېڅ نه وائيو، لانګ مارچ كولو لپاره به د اپوزيشن ګوندونو ته بشپړه آسانۍ او تحفظ وركولې شي خو چا ته به قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وي، اپوزيشن په 23م مارچ اسلام آباد ته د نه راتلو پرېكړه كولو سره د پوهې څرګندونه كړې ده، د اولس د ځان او مال تحفظ زمونږ ذمه واري ده، د وزيراعظم عمران خان مقبوليت كښې اضافه شوې ده او راتلونكې ورځو كښې به لا سېوا شي، ګرد هېواد وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے، هيله لرو چې ق ليګ او اتحاديان به د عمران خان ملګرتيا وكړي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د انساني قاچاق مخنيوي په سرخط د وركشاپ نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې پوليس ، رېنجر او اېف سي د هر ډول ناوړه صورتحال مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ ده ووېيل د اېف سي او رېنجر 1000 اهلكار امنيتي وظيفې لپاره اسلام آباد ته طلب كړې شوې دي، كه ضرورت رامخې ته شي نو امن او امان باوري كولو لپاره نور اهلكار هم تعينات كېدې شي۔ ده ووئيل حکومت به د 25م او 27م مارچ دواړو جلسو ته بشپړه امنيت او تحفظ وركوي۔ ده ووئيل د اوسني صورتحال جاج اخلو، دلته د او آئي سي تاريخي كنفرنس كېدونكې دې، په دې لړ كښې امنيتي انتظاماتو لپاره رېنجر او اېف سي ته د 20 مارچ نه تر دوېم اپرېل خاص اختيارات وركولې شي۔ ده ووئيل دا پرېكړه به سپيكر كوي چې ټولو خلقو ته دې تحفظ وركړې شي، مونږ چا سره ذاتي مسئله نه لرو٬ د پارلمان په لاجز كښې فېمليز اوسېږي ٬ خو تاسو هلته خپله مليشياء راوستې۔ ده ووئيل په 23م مارچ جے 10سي فلائي كوٶنكې دې٬ په هېواد كښې اهم ون يونټ نه پس به مونږ اپوزيشن ته بشپړه تحفظ وركوٶ٬ خو چا ته به د قانون په لاس كښې د اخستو اجازه نه وي٬ كه اپوزيشن قانون نه چېړي نو ھغوي ته به هېڅ نه وايؤ۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان د لښتو په خبره حېران يو، ده ووئيل زه تاسو ته وائيم چې نون ليګ او پيپلز ګوند به ووځي او تاسو به ونيولې شۍ٬ مونږ ته د نون ليګ او پيپلزپارټۍ پته ده، آيا مولانا هېواد اړي ګړي پلو بيائي، كه هېواد كښې كورنۍ جګړې رامخې ته شوې نو د دې ذمه وار به مولانا فضل الرحمان وي٬ ده ووئيل د سپيكر نه به پوښتنه كوم چې ووټنګ به په كومه ورځ كېږي، سپيکر د 63 اے له مخې د چا هم ووټ منسوخ كولې شي، هر څه چې وشي كه وزيراعظم عمران خان كاميابېږي يا ماتي سره مخې كېږي فائده به هم عمران خان ته وي، زه وزيراعظم كامياب وينم٬ د 25م مارچ نه پس به د عمران خان مقبوليت لا سېوا شي۔ ۔ دا خله وزير ووئيل اولس ته تحفظ وركول د داخله وزارت ذمه واري ده۔ ده ووئيل پاکستان ته انټرنېشنل تھرېټس دي، دې ته كتنه يوازې د حكومت نه بلكې د اپوزيشن كار هم دے، هسې نه چې عدم اعتماد د عدم استحكام سبب جوړ شي
اسلام آباد كښې پوليس، رېنجر او اېف سي ته د مارچ 20 مې نه تر اپرېل 2 مې نېټې خاص اختيارات وركولې شي٬ اپوزيشن په 23 مارچ اسلام آباد ته د نه راتللو پرېكړه كولو سره د پوهې څرګندونه كړې ده٬ ګرد هېواد وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : گرم گرم