اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ مرستيال عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د راروان مالي كال بجټ كښې به سي پېك منصوبو لپاره خاص فنډ بېل كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اېف آئي اي ډي اېم سي چيئرمېن میاں کاشف اشفاق سره خبرو كښې وكړه۔ هغه زياته كړه چې د اېف آئی ای ډی اېم سی اقتصادی زون كښې به نوو صنعتونو ته ترجيح وركولې شي دغسې چې درآمدات كم او برآمدات زيات كړے شي۔ دې سره سره وېسټرن لائن آف وېمن او د ټېکنالوجی څانګې ته به هم خاص پاملرنه كولې شي۔ هغه دا هم ووئيل اقتصادي زون كښې د سرمايه كارو آسانتيا له به ون ونډو سروس اېكټ معارفي كولے شي دغسې چې هغوي ته ټولې آسانۍ تر لاسه شي
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria