اسلام آباد۔1اپریل (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريكن پاكستاني اېډوكېسي ګروپ نيويارك صدر علي راشد د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په كورونا نړيواله وبا او د كشمير مسئلې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د امرېکن پاکستانی اېډووکېسی ګروپ(APAG ) صدر علي رشيد خارجه وزير امريكا كښې مېشته پاكستاني كميونټي لپاره د ګروپ خذمات او د كشمير مسئلې په نړيواله كچه رامخې ته كولو له د ګروپ هڅو په حقله خبر كړو۔ خارجه وزير د نیویارک اسټېټ اسمبلۍ لخوا 5 فروري د كشمير ورځ په توګه د لمانځلو قرارداد منظورۍ له د ګروپ هڅې وستائلې۔ خارجه وزير د ګروپ لخوا د كورونا وبا په مهال امريكا كښې د مېشته پاكستاني كميونټي خذماتو ستائنه كولو سره ووئيل بهرهېوادونو كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ مرسته او خېر ښېګړه زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ علي راشد د ګروپ د خذماتو په ستائلو او اېف اېم آنرز لسټ كښې په نامزد كولو د خارجه وزير مننه وكړه۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريكن پاكستاني اېډوكېسي ګروپ نيويارك صدر علي راشد ملاقات
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo