اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) د ګلګت بلتستان د اطلاعات سېكرټري ضمير عباس د قامي خبري اژانس اے پي پي هېډ كوارټرز دوره كړې ۔ د خپلې دورې په مهال ضمير عباس د اے پي پي اي ډي عدنان اكرم باجوه ٬ ډائرېکټر نیوز/ډیجیټل میډیا شاهد سلیم او د ډائرېکټر اردو سروس عبدالجبار زکریا پشمول د بېلو څانګو مشرانو سره ملاقات وكړو كومو چې د اطلاعات سېكتر د اے پي پي چارو ٬ د خبرونو تيارۍ او د دې د ترسيل پشمول د ادارې پېشه وره خذمات په اړه خبر كړے شو ۔ د اطلاعات سېكرټري ته د اے پي پي آپرېشنز او پرنټ ٬ الېكټرانك او سوشل ميډيا لپاره د معياري خبرونو برابرولو او د دې په ترسيل كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په اړه ووئيلې شول ۔ ده د انګلش رپورټنګ، سنټرل نیوز ډېسک، اردو سروس، چائنیز سروس، فارن ډېسک، اکنامک ډېسک او ډیجیټل میډیا سروس پشمول د اے پي پي د بېلو څانګو دوره وكړه۔ ضمیر عباس د حكومتي پالېسيو رامخې ته كولو او د نيوز ايجنسۍ په توګه د هر ډول خبرونو رسولو سره سره د يوې متحركې ادارې په حېث د اے پي پي د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ په دې مهال د ګلګت بلتستان د انفارمېشن ډيپارټمنټ ډائرېكټر شمس الرحمن هم ده سره ؤ ۔
د ګلګت بلتستان د اطلاعات سېكرټري ضمير عباس د قامي خبري اژانس اے پي پي هېډ كوارټرز دوره
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی