اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د ځوانانو له صلاحيتونو څخه په بشپړه توګه د استفادې كولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي ځوانان د هېواد په معيشت كښې مهم كردار لوبولې شي، ده د هېواد پرمختګ باوري كولو لپاره د مېرمنو په قامي چوكاټ كښې په شاملولو هم زور رواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د مسلم يوتھ يونيورسټۍ کانووکېشن ته خپله وېنا كښې وكړه۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنو ته په معاشي پرمختګ كښې د مساوي شراكتدارې په توګه موقعې نه ترلاسه كېږي چې په سبب ئې په هېواد كښې حقيقي خوشحالي نه ده راغلې۔ ده د مېرمنو په خپلواكو جوړولو او په اولسي ځايونو كښې دوي له په موقع وركولو زور رواړو۔ ده ووئيل مېرمنو ته دې آن لائن اي تجارت او د پارټ ټائم ملازمتونو موقعې وركړې شي دغسې چې دوي خپلې پېشې سره هم تړلې وي۔ ده ووئيل نړۍ په كډوالو دروازې بندولو سره بشري اقدار نظر انداز كوي٬ پاكستان د لكهونو په شمېر كډوالو كوربتوب كولو سره د اخلاقي اقدارو مظاهره كړې۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي په بېلا بېلو څانګو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ګرېجوېټس ته اېوارډز هم وركړل۔
ځوانان د هېواد په معيشت كښې مهم كردار لوبولې شي، مېرمنو ته دې آن لائن اي تجارت او د پارټ ټائم ملازمتونو موقعې وركړې شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د مسلم يوتھ يونيورسټۍ کانووکېشن ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز