اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود وئېلي دي نېشنل هائي وے اتهارټي نړيوال شهرت لرونكې اداره ده٬كاركردګي دې لا ښه كړې شي٬روانې تعميراتي پروژې په وخت بشپړول زمونږ وړومبۍ ذمه واري ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نېشنل هائي وے كونسل غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د نېشنل هائي وے كونسل 37مه غونډه د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود په مشرۍ كښې د مواصلات وزارت په كنفرنس روم كښې وشوه۔د مواصلات وفاقي سېكرټري او د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن كېپټن(ر)محمد خرم آغا پشمول نورو غړو او اعلٰی چارواكو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي ملازمينو ته رامخې ته شوو مسئلو او د دې په حل غور وشو۔په غونډه كښې تجويز وړاندې كړے شو چې كوم ډول د نورو محكمو سركاري ملازمينو ته د هاؤسنګ وزارت لخوا كورونه الاټ كېږي٬د اېن اېچ اے ملازمين له هم په دې كښې كوټه بېلول پكار دي۔ دغسې د اېن اېچ اے ملازمينو د تقرر٬ترقۍ او ريكروټمنټ قوانين او قواعد او ضوابط په اړه هم خبرې شوې او دې قوانين ته د رولز 1995 په تناظر كښې كتل دي ۔۔وفاقي وزير په خپله وېنا كښې ووئيل نېشنل هائي وے كونسل د شك نه غېر د نېشنل هائي وے اتهارټي يوه بالا دسته اداره ده په كومه كښې چې په مهمو چارو غور كېږي۔
نېشنل هائي وے اتهارټي نړيوال شهرت لرونكې اداره ده٬كاركردګي دې لا ښه كړې شي۔د مواصلات وفاقي وزير د نېشنل هائي وے كونسل غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز