اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد په مشرۍ كښې پلاوي د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ دوره وكړه چرته چې د اېن آئي ټي بي سي اي او بابر مجيد بهټي او د هغه ډلې د پلاوي هركلے وكړو۔په دې دوره كښې د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ سي اي او بابر مجيد بهټي د آپرېشنز په اړه يو جامع بريفنګ وركړو۔پلاوي د ډيټا سينټر دوره هم وكړه۔د اېن آئي ټي بي او د اطلاعات او خپرونو وزارت ترمينځه د مرستې په ممكنه څانګو ګټورې خبرې وشوې ۔د دې شريكو هڅو مقصد د دواړو ادارو صلاحيتونه زيات ګټور جوړول دي۔په دې موقع په جي ټي بي او جي ټي جي او جي ټي سي هم تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دورې په موقع د بېلو ادارو لپاره جوړونكې ډویلپنګ ایپلیکشنز په اړه هم بريفنګ وركړے شو او د ايپليكشن كارولو طريقه كار هم وښودلے شو۔د دورې په موقع دواړو ادارو سباؤن كښې هم په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړو۔
د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد په مشرۍ كښې پلاوي د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا