اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي درې اسټوجز د پاكستان په ضد سازش كښې يو ځائې شوې دي كوم چې پاكستان او د دې ادارې كمزورې كول غواړي٬ د قومي سلامتيا اعلاميې د دې سازش اعتراف كړې دې٬ د وزيراعظم جوړېدو خوب ليدونكي به ناكامۍ سره مخ شي٬ د نواز شريف بهرته د لېږلو پړېكره يوازې زما نه وه بياهم دې كښې لويه دھوكه شوې ده ٬ هېواد 35 كاله لوټ كوؤنكي او د دې په لائف سپورټ مشين اچوؤنكي يو وارې بيا د اقتدار خوب ويني ٬ د چا پېسه چې بهر وي هغوي كله هم هېواد آزادۍ له نه وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي چېنل سره مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل پنجاب شريفو ته په لاس كښې د وركولو په ځائې ښه ده چې پروېز الهي اعلی وزير جوړ شي۔ ده ووئيل زما خپلو كارمندانو ته هدايت دې چې سولييز پاتې شي۔ ده ووئيل د پوځ رامنځ ته كولو هڅې روانې دي زما دوئي ته وېنا ده چې پوځ نيوټرل دې دا دې رامنځ ته نه كړې شي۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو د عدليې ججان بلېك مېل كړل او اوس هم د دې ډول چالونو كولو سوچ كوي٬ قوم د دوئي د كردار نه خبر دې۔ ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك نه كومه خطره نشته٬ ماتې هغه خوري چاسره چې اولس نه وي٬ اولس ماسره مضبوط ولاړ دے۔ ده ووئيل كوم هېوادونه چې د روس نه تېل اخلي هغه نن هم اخلي او مونږ ته مشوره راكوي چې وزيراعظم بايد د روس دوره نه وه كړې۔ اپوزيشن هم دغه خبره كوي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل ملګرتيا ټولو سره كېدې شي او غلامي د چا هم نه شي كېدې۔ ده ووئيل ماته معلومه ده چې د هېواد د سلامتيا په ضد د شوي سازش بايد پلټنې و كړې شي د كومو لپاره چې مونږ قانوني مشاورت پېل كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل د فالودې او پاپړ خرڅوؤنكو او د چپړاسيانو په نوم جعلي اكاؤنټ جوړونكو او مني لانډرنګ كوؤنكو سره د هېواد د ګټو هېڅ فكر نشته۔ ده ووئيل نون ليګ خانداني سياست كوي٬ د حمزه نه سوا بل څوك د اعلی وزير منصب لپاره اهل نشته۔ ده ووئيل زه چېلنج كوم چې نون ليګ دې پنجاب كښې كوم ضمني يا نورې كومې ټاكنې وګټي۔
درې اسټوجز د پاكستان په ضد سازش كښې يو ځائې شوې دي كوم چې پاكستان او ادارې كمزورې كول غواړي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث