اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی)د افغانس??ان ګانډيانو هېوادونو د ازبكس??ان په سمرقندر ښار كښې د څلورم وزارتي كنفرنس كښې د پاكس??ان د موقف تائيد كړے چې په افغانس??ان كښې د ترهه ګر?? ډلو موجودګي سيمه ايز امن لپاره د خطر وړ ده ٬د دې موقف پاكس??ان د ډېرې مودې راهسې وكالت كوي٬د غونډې په مهال په ګوته كړی شوه چې ټولې ترهه ګرې ډلې يعني دولت اسلامیه عراق و شام (آئي ایس آئي ایل)، القاعدہ، ایسټرن ترکس??ان اسلامك موومنټ (اي ټي آئي ایم)، تحریک طالبان پاکس??ان (ټي ټي پي)، بلوچس??ان لبریشن آرمي (بی ایل اے)، جنداللہ، جیش العدل، جماعت انصار اللہ، ازبكس??ان اسلامي تحریک (آئي ایم یو) او په افغانس??ان كښې موجود نور ترهه ګر تنظيمونه د سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا لپاره اوس هم خطر دي ۔په اوسنو كښې ريډيو فري يورپ په خپل رپورټ كښې وئېلي وو امريكې د افغانس??ان څخه د خپلو عسكرو ويستلو نه پس د 7 اربه ډالرو پوځي سامان او وسله پرېښودې وه ٬دې سره د كالعدم تحريك طالبان پاكس??ان او بلوچ بېلتون خوښو ډلو عسكري صلاحيتونه زيات شوي ۔رپورټ له مخې امريكې چې كومه وسله او آلات پرېښودي په هغې كښې وسله٬كميونيكېشن ګيئر او بكتر بند ګاډي شامل دي۔په دې غونډه كښې د چين ايران٬پاكستان٬روس٬تاجكستان٬تركمانس??ان او ازبكس??ان خارج وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔د ګاونډيانو هېوادونو په غونډه كښې وئېلي شوي په افغانس??ان كښې د ترهه ګرۍ په اړه د سلامتيا صورتحال اوس هم ناوړه دے ٬دوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره مرستې زياتولو له د خپل عزم پخلے ??كړو او د ګاونډيانو هېوادونو ترمينځه د ترهه ګرۍ په ضد متحده محاذ جوړولو په حاجت يې زور راوړو۔پاكس??ان عمر له وئېلي دي د افغانس??ان موجوده صورتحال كمولو لپاره د كومو هم سيمه ايزو يا د نړيوالو هڅو كاميابي د آئي اے جي د سنجيدګۍ سره تعلق لري دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې د افغانس??ان خاوره د كوم هم هېواد په ضد استعمال نه شي۔د طالبانو د قبضې نه پس پاكس??ان يو كوټلې سياسي ډهانچې جوړولو٬اعتدال خوښي هېواد او خارجه پالېسۍ خپلولو او د نسلي ډلو٬مېرمنو او ماشومانو پشمول د ټولو افغانانو د بنيادي حقونو په تحفظ زور راوړے۔د افغان چارواكو له به دې خبرې باوري كولو لپاره واضحه اقدامات كول وي۔د خارجه چارو دوهمې وزيرې حنا رباني كهر په خپل خطاب كښې ووئيل مونږ دا ګڼو چې د افغانس??ان څخه د ترهه ګر تنظيمونو ختمولو لپاره د فرق نه غېر٬كوټلې او لا ښه كار كولو ته اړتيا ده٬د افغانس??ان حكومت سره پراخه مرسته او همغږي اوس هم مهمه ده او مونږ دې مقصد لپاره د ګاونډيانو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لاره يو۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت له امله د افغانانو ژوند ته زيان رسي او د ترهه ګر تنظيمونو د اړخه د ګاونډي هېوادونو او د سيمې خطرې نورې هم زياتې شوې دي۔
په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو شتوالے د سيمه ايز امن لپاره د پرله پسې خطرو سبب دے ٬د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو څلورم وزارتي كنفرنس له اړخه د عسكريت خوښو ډلو د استعمال لاندې په افغان خاوره د پاكستان د موقف تائيد
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر