مكه مكرمه 09 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې د اسلامو فوبيا په زياتو شويو پېښو د اسلامي مرستې تنظيم د كوټلي غبرګون په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي چې بايد اسلامي مشران اجتماعي هڅې وكړي چې نړۍ هغه خاص محبت او عقيدت تسليم كړي كوم چې مسلمانان د نبي اكرم ﴿ص﴾ ذات مبارك سره لري، چا ته دې هم د اسلام او ترهګرې ترمېنځه د ربط پېدا كولو اجازه ورنه كړې شي، نړيواله ټولنه دې د عدم برداشت او د مذهب يا عقيدې په بنياد تشدد لپاره د راپاروونكو په ضد شريك عزم څرګند كړي او د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او په امن سره پاتې كېدو لپاره دې په ګډه كار وكړي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ سېكرټري جنرل ډاكټر يوسف اے الاثمين سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې.د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران خان د نړۍ په بېلا بېلو سيمو كښې د اسلامو فوبيا په زياتو شويو پېښو د اسلامي مرستې تنظيم د كوټلي غبرګون په ضرورت زور راوړو. دا نوټ كړې شوه چې د وزيراعظم لخوا د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د ليكل شوي خط نه پس په نيامې كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا مسئلې مخ نيوي ورځې په توګه د لمانځلو قرارداد په اتفاق سره منظور كړے و. وزيراعظم ووئيل چې بايد اسلامي مشران اجتماعي هڅې وكړي چې نړۍ هغه خاص محبت او عقيدت تسليم كړي كوم چې مسلمانان د نبي اكرم ﴿ص﴾ ذات مبارك سره لري، چا ته دې هم د اسلام او ترهګرې ترمېنځه د ربط پېدا كولو اجازه ورنه كړې شي. وزيراعظم ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د عدم برداشت او د مذهب يا عقيدې په بنياد تشدد لپاره د راپاروونكو په ضد شريك عزم څرګند كړي او د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او په امن سره پاتې كېدو لپاره دې په ګډه كار وكړي. وزيراعظم په قبله اول مسجد اقصٰی كښې په فلسطينيانو د اسرائيلي بريد سخته غندنه وكړه او نړيوالې ټولنې ته ئې خواست وكړو چې د فلسطينيانو او د دوي د جائز حقونو تحفظ لپاره دې اقدامات وكړے شي. وزيراعظم او آئي سي ته ووئيل چې هغه دې د دې سنګين صورتحال مخ نيوي لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كړي. د او آئي سي سېكرټري جنرل وزيراعظم د جمو و كشميړ شخړې په ملاتړ كښې د او آئي سي د هلو ځلو نه خبر كړو. او آئي سي د كشمير په مسئله بشپړ ملاتړ كړے او په دې لړ كښې ئې په نيامي كښې د خارجه وزيرانو د غونډې په موقع يو جامع قرارداد هم منظور كړے و. وزيراعظم او د او آئي سي سېكرټري جنرل په بېلا بېلو چارو د پاكستان او او آئي سي ترمېنځه په مرسته خبرې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې د كوربتوب په انتظار دے.
وزيراعظم عمران خان سره د او آئي سي سېكرټري جنرل ډاكټر يوسف اے الاثمين ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados