اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شمالي وزيرستان په مېران شاه سيمه كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې او د امنيتي اهلكارو پشمول د 6 كسانو په شهادت ئې خواشيني ښودلې او ځپليو كورنيو سره ئې غمرازي كړې. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې له مخې وزيراعظم په ميرانشاه كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره د لانس حوالدار زبېر قادر، سپاهي عزيز اصفر او سپاهي قاسم مقصود په شهادت خواشيني ښودلې او د هغوي قربانې ته ئې پېرزوينه وړاندې كړې. وزيراعظم محمد شهباز شريف په ځانمرګي بريد كښې د شهيد شويو ماشومانو څلور كلن انعم، 8 كلن احسن او د 11 كلن احمد حسن كورنيو سره هم غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې د بې ګناه ماشومانو قاتلان د اسلام او انسانيت دښمنان دي او د دې سفاك وحشت او درندګې تر خاتمه به په ارام نه كېښنو. د قاتلانو سرپرستو ته به سزا وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستاني پوځ لوئې قربانې زمونږ د تاريخ زرين باب دے. په خپلو شهيدانو ټول قوم فخر كوي. شجاعت او شهادت زمونږ د پوځ روښانه روايت دے، زمونږ شهيدانو دا په ځائ ساتلے دے. وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو ته لوړې درجې وركړي او د شهيدانو كورنيو ته دې د زغم توفيق وركړي. آمين
وزيراعظم د شمالي وزيرستان په مېران شاه سيمه كښې د ځانمرګي بريد غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال