اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې ځينې د اقتدار اوږي سياستدانان ځوانان خپلې متعصبانه ايجنډې لپاره كاروي٬ د ځوانانو پرمختګ لپاره سرماريه كاري ضروري ده٬ حكومت به راروانو ورځو كښې په دې لړ كښې يو شمېر اقدامات اعلان كړي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل ملتونه په ځوانانو قوي كېږي او د دوي د صلاحيتونو دلارې سباؤن تعيين كېږي۔ ده ووئيل د اقتدار اوږي ځينې سياستدانان ځوانان خپلې متعصبانه ايجنډې لپاره كاروي او دا ډېره لويه بدقسمتي ده۔ ده ووئيل په پنجاب كښې زمونږ حكومت ځوانانو لپاره يو شمېر اقدامات كړې وو او تېره ورځ هم حكومت ځوانان په خپلو پښو اودرولو لپاره د يو شمېر اقدامات اجرا كړې ده چې ورسره به دوئي د خپل روزګار كولو جوګه شي۔ ده ووئيل دا لا پېل دے په راتلونكو اونيو او مياشتو كښې به د دوئي پرمختګ لپاره نور زيات شمېر اقدامات اعلان كړې شي۔
حكومت به راروانو اونيو او مياشتو كښې د ځوانانو پرمختګ لپاره يو شمېر اقدامات اعلان كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب