اسلام آباد۔21جنوری(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي ذېلي ادارې پاكستان سائنس فاؤنډېشن په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د روانې مياشتې په 28 مه او 29 مه نېټه كېدونكې پاكستان اېكسپو ځنډولې ده۔ پاکستان سائنس فاؤنډېشن په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس وبا خپرېدو له امله د اېن سي او سي تازه هداياتو په رڼا كښې د پاكستان اېكسپو ځنډولو اعلان كړې دې۔ د پاکستان سائنس فاؤنډېشن له مخې د اېكسپو د نوي تاريخ اعلاان به د اېن سي او سي په مشوره وروستو كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔