اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب عمران خان ته د آئينے ښودلو مشوره وركولو سره ووئيل چې كه عمران خان ته د پاكستان د معاشي خوانحصارۍ احساس وې نو د د شهباز شريف د ميثاق معيشت مثبت تجويز له به ئې په تكبر لته نه وركوله۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل څلورو كالو كښې د 70 كالو نه زياته 20 اربه روپۍ قرض اخستونكې نن د معيشت ژړا كوي، د عمران خان په دروغو اورېدو د ‘مسټر فراډئيے’ کردار راياد شوے دے۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اتحادي حكومت د پاكستان معاشي خپلواكۍ او خود انحصارۍ لپاره هڅې كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان تاسو سوال ګندې وې چا چې پاكستان ته ترلاسه كېدونكې ګهړۍ د كروړونو ګټې لپاره خرڅې كړې دي٬ تا له شرم پكار دے چې په سختو شرائطو دې آئي اېم اېف سره لوظنانه كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې اتحادي حکومت د عمران خان پاكستان د سري لنكا جوړولو سازش ناكامه كړے دے۔ دې ووئيل عمران خان تاسو له شرم پكار دې٬ تا وئيلي ٶ چې خودكشي به وكړم خو آئي اېم اېف له به نه ورځم۔ دې ووئيل كه عمران خان څلور كاله اقتدار او اختيار نوټونه جمع كولو لپاره نه وې استعمال كړې نو نن به د معييشت دا حالات نه وې۔ دې ووئيل تاسو دروغ وئيل٬ شهباز شريف، د ھغه ورور او اتحاديان به د پاکستان معاشي خپلواكۍ٬ پرمختګ او د اولس د مسئلو حل لپاره هڅې كوي۔ دې ووئيل د عمران خان د خبرو معيار نه د يو سياسي ليډر دے او نه د يو حيا دار انسان٬ تا له اوس په مزاحيه ډرامو كښې برخه اخستل پكار ده۔ مريم اورنګزېب عمران خان مخاطب كولو سره ووئيل تاسو څلور كاله په حكومت كښې وئ٬ تاسو څه وكړل؟ اوس ولې ژړې؟ چغې ولې وهې؟
كه عمران خان ته د پاكستان د معاشي خوانحصارۍ احساس وې نو د شهباز شريف د ميثاق معيشت مثبت تجويز له به ئې په تكبر لته نه وركوله۔ مريم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔