اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشد احمد شاه د نهې په ورځ په خپل يو پيغام كښې وئيلي دې چې كربلا كښې د نواسه رسولٌ او د هغه د جانثار ملګرو ځانګړي قربانۍ به تر قيامت ياد ساتلې شي۔ده ووئيل حق او صداقت او د اسلام سر لوړۍ لپاره انسانيت په تاريخ كښې ميدانِ كربلا په شان قرباني كوم مثال نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د امام حسېن قرباني كښې د ټولو انسانانو لپاره زيات اسباق دي او بايد مونږ دې پېښې څخه صداقت، جرات او شجاعت او لوړ كردار د خپل ذات برخه وګرځوو۔ خورشيد احمد شاه ووئيل د كربلا په پېښه كښې حضرت امام حسين قربانۍ دين اسلام بيا ژوندې كړې او امام حسين دا احسان به ټول مسلمانانان عمر له هير نه كړي۔ ده ووئيل د كربلا پېښې څخه ټولي نړۍ ته دا پيغام ترلاسه شوې چې طاقت، بربريت او جبر سره نه خو په انسانانو حكومت كيدې شي او نه د هغوي په زړونو راج كيدې شي۔
كربلا كښې د نواسه رسولٌ او د هغه د جانثار ملګرو ځانګړي قربانۍ به تر قيامت ورځ ياد ساتلې شي۔ د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشد احمد شاه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان