اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) پاکستان او المان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو ته سلا شوې دي٬ دا موافقه د نهې په ورځ د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمېنځه په خارجه وزارت كښې په شوي ملاقات كښې رامخې ته شوې ده۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د المان خارجه وزيرې انالينا بيئربوك د ملاقات نه پس د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه او شريكې مرستې ته لا وده وركوي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د المان خارجه وزېرې ته پاكستان ته په راتللو هركلې ووې۔ په دې مهال خپله وېنا كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكې دي، مونږ په اروپائي ائتلاف كښې هم همكاران يؤ، دواړه هېوادونه به په افغانستان كښې امن او استحكام او د بشري بحران لاره نيولو لپاره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل د المان خارجه وزيرې سره په دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت او د سرمايه كارۍ نه علاوه د دفاعي مرستې په زياتولو هم خبرې اترې شوې دي٬د افغانستان په وضعه هم د خبرو اترو د لارې غور وكړې شو۔ وفاقي وزير په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نه د المان وزيره خبر كړه۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل مونږ سولييز او سوكاله افغانستان غواړو۔ د المان خارجه وزېرې په دې موقع ووئيل د افغانستان د صورتحال اثرات به د دې د پولو نه بهر هم مرتب كېږي۔ دې په تود هركلي كولو د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري مننه وكړه۔ دې ووئيل پاکستان لويې شمېر افغان كډوالو ته د اوږدې مودې راهسې پناه وركړې ده او د المان پشمول يۍ د بېلا بېلو هېوادونو افغانستان څخه په دې وروستيو كښې په وتلو كښې هم مرسته كړې ده۔ دې ووئيل په موجوده وضعه كښې به افغان اولس يوازې نه پرېږدو۔ د دې نه وړاندې د پاکستان او المان خارجه وزيرانو ترمېنځه د دواړو هېوادونو په اړيكو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د المان خارجه وزيره انالينا بيئربوك دا مهال د پاكستان وړومبنۍ دوره كوي ٬ دا د خپل پاكستاني همڅنګ بلاول بهټو زرداري په بلنه د اسلام آباد په دوه ورځنۍ دوره راغلې ده۔ د المان خارجه وزيره به د خپلې دورې په مهال وزيراعظم او نورو حكومتي عهدېدارو سره ملاقات كوي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې المان په دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د پاکستان د قدر وړ همكار دے٬ د پاکستان او المان ترمېنځه د اوږدې مودې٬ په زړه پورې اړيكې دي كومې چه په شريك احترام او نزدې مرسته اډانه دي، پاکستان او المان تېر كال د سفارتي اړيكو 70 كاله بشپړ كړې دي۔ د الماني خارجه وزيرې انالينا بيئربوك د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د باقاعده تبادلو برخه ده او هيله ده چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكې لا وده ومومي
دوه اړخيزه اړيكې به لا مستحكمولې شي٬ د خارجه وزير خپلې الماني همڅنګې سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ