اسلام آباد ۔ 22 دسمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سی پېک په اړه د جوائنټ کوآپریشن کمېټۍ (جے سی سی) په غونډه كښې د ګډون كولو په حقله اولنۍ مشاورتي غونډه د زيارت په ورځ پلاننګ کمېشن كښې وشوه۔ د جے سي سي غونډه به د دسمبر په 29 مه نېټه چين كښې كيږي۔ غونډه كښې د خېبر پختونخوا اعلی وزير پروېز خټک، د ګلګت بلت??تا?? اعلی وزير حفیظ الرحمان او د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړ هم ګډون وكړو۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سی پېک د كوم حكومت يا صوبې منصوبه نه بلكې دا زمونږ د ټول هېواد په شريكه منصوبه ده۔ مونږ ټولو له به په ګډه دا منصوبه كاميابول وي۔ دې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د جے سی سی په اړه د صلاح مشورې غونډه كښې د ټولو صوبائي حكومتونو نمائندګانو د جے سی سی د ایجنډې جاج واخست۔ ده ووئيل غونډه كښې د صوبائي حكومتونو لخوا په وړاندې كړې شوو وړاندېزونو غور وكړې شو ٬صوبو او وفاق په ګډه جے سي سي كښې د پاک??تا?? مقدمه په غوره ډول د وړاندې كولو پرېكړه كړې۔ ده ووئيل سي پېك كښې د نوې منصوبو شاملېدو سره به د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د سياسي مصلحتونو نه لرې سي پېك كاميابول وي۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا ووئيل سي پېك به پاك??تا?? له نه بلكې ټولې منطقې له ګېم چېنجر وي۔ ده ووئيل فاټا كښې به د سي پېك منصوبو سره د منطقې تقدي?? بدل شي۔ اعلی وزير پروېز خټک ووئيل حكومت بېجنګ كښې كېدونكي د جے سي سي مهمه غونډه كښې ټولو اعلی وزيرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې كه لوئې څښتن ته منظور وي نو د بشپړې تيارۍ سره به ګډون كوو۔ د ګلګ بلت??تا?? اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمان ووئيل ټول هېواد كښې د پرمختګ لپاره يوه ايجنډا لرو۔ ټول اولس د دې منصوبې په ترسره كېدو متفق دے۔ ده ووئيل دې منصوبې ټول پاك??تا?? يو كړے۔ د كشمير د منصوبه بندۍ وزير ووئيل سی پېک به د هېواد په هر اړخ كښې د پرمختګ او خوشحالۍ ضامن وي۔ ده ووئېل آز??د کشمیر كښې سي پېك څخه استفاده كولو له د منصوبو په شاملولو د وفاق مننه كوو۔)وا/ض ض/ګ
وفاقی حکومت په سي پېك صوبائي حكومت ځان سره روانول او د منصوبې كاميابي باوري كول غواړي
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔