اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬ د تېرو څلورو لسيزو راهسې هېواد ستونزو سره مخ دے٬ د بې دركه كسانو معامله دومره آسانه نه ده٬ دا يو شمېر اړخونه لري٬ د دې مسئلې قانوني حل سره سره به د ټولو شراكتدارو سره په ګډه د دې سياسي حل هم راويستل وي، د پاکستان آئين او قانون وګړو ته چې كوم سهولتونه وركوي د ھغې نه هېڅ سرغړونه نه ده ځكه چې دا د دوي حق دے٬ د بې دركه كسانو په اړه د ماضي حكومت كار كړے او يوه پارلماني كمېټي ئې جوړه كړې٬ د ترهګرۍ ښكار شوو شهيدانو كورنۍ هم تحفظات لري٬ د بې دركه كسانو نزدې اته زره كېسونه حل شوي٬ د بې دركه كسانو د مسئلې حل كښې د حكومت په سنجيدګۍ كښې هېڅ كمې نه دې راغلے٬ په سوشل ميډيا٬ بحث٬ په بيړه كولو او عدالتي احكامات سره شپه په شپه دا مسئله نشي حل كېدې٬ په دې اوس هم ډېر كار كولو ته ضرورت دے٫ ټولو شراكتدارو سره په مشاورت به دا مسئله هم حل كړې شي۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ سره په خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د بې دركه كسانو په اړه ووئيل دا مسئله د ډېرې مودې راهسې په سياسي٬ قانوني او عسكري حلقه جات كښې يوه حساس مسئله ګڼلې كېږي او په دې خبرې او تنقيد كېږي او په دې غږ هم پورته كېږي۔ ده ووئيل د هېواد په قانون او آئيني نظام كښې چې بنيادي حقونو ته كوم تحفظ ترلاسه دے ٬ د شك نه غېر حكومت د خپلو ذمه وارو بشپړ احساس لري۔ ده ووئيل كه مونږ په دې مسئله خبره كوٶ نو دا هم په ذهن كښې ساتل پكار دي چې د بده مرغه د تېرو څلورو لسيزو راهسې پاكستان جنګ ځپلې منطقه كښې د فرنټ لائن كردار لوبولے٬ زمونږ جغرافيائي صورتحال هم داسې دے او زمونږ ګاٶنډي هېوادونو سره په تېرو څلورو پنځو لسيزو كښې چې كومې معاملې راغلي د هغې په سبب هم د پاكستان كورنۍ مسئلې زياتې شوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس بلها قربانۍ وركړي۔ تاسو ته به ياد وي چې د بې دركه كسانو په اړه وړومبے ګام د پاكستان پيپلز پارټۍ په دور كښې په كال 2011 كښې پورته كړے شوے ؤ او بيا سپريم كورټ د ازخود نوټس اختيار له مخې نوټس واغست او كمېشن ئې جوړ كړو٬ د هغې نه وروستو بيا كمېشن خپل كار پېل كړو او د ھغه وخت نه تر اوسه نزدې لس زره او د 200 نه زيات كېسونه كمېشن ته وړاندې شول چې پكښې اته زره نزدې كېسونه حل طلب وٶ او حل شوي خو اوس هم د ځنډېدونكو كېسونو شرح 23 فيصد ته نزدې ده۔ اعظم نذير تارړ ووئيل زمونږ په تېر اتحادي حكومت كښې د كابينې پرېكړې تر مخه يوه كمېټي جوړه شوه چې پكښې د پي ډي اېم ټولو اتحادي ګوندونو ته نمائندګي وركړې شوې وه او زه د دغې كمېټۍ كنوينئر ووم٬ په غړو كښې رانا ثنا اللہ خان ،شازيه مري، د اېم کيو اېم ، جے يو آئي، د بلوڅو سياسي ګوندونو هم نمائندګي وه٬ د بي اېن پي آغا خان او د باپ پارټۍ ترين په كمېټۍ كښې شامل وو۔ ده ووئيل اوس د وزيراعظم شهباز شريف په امر بيا په دې كار پېل كېږي او وزيراعظم كمېټي جوړوي چې پكښې به پارلماني مشران نمائندګي لري۔ ده ووئيل د حكومتي ادارو مداخلت سم دلاسه مسترد كېدے نشي خو د دې به مشاهده كول وي چې تر نننه كوم كوټلے شهادت راغلے۔ ده ووئيل تر كومې چې ما د رپورټ مشاهده كړې نو د ادارو د مداخلت امكان په نفي كښې ٶ۔ وفاقي وزير پوښتنه وكړه چې آيا رپورټس سل فيصده درست وي؟۔ ده ووئيل كه يو كس په يو کريمينل جرم كښې ملوث وي نو بايد ھغه د قانون له مخې پراسکيوټ شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا مسئله ډېره پيچلې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د ملګرو ملتونو په يوه غونډه كښې مې ګډون كړے ؤ خو ما دا ضروري وګڼله چې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د بې دركه كسانو په مسئله نن ميډيا سره خبره كوي نو د ھغه د پرېس كنفرنس نه وړاندې په ابتدائيه كښې تاسو د تفصيلات نه خبر كړم ځكه چې ما د كمېټۍ د كنونيئر په توګه كار كړے او كمېټي خپل كار بيا پېل كوي۔
وګړو ته د آئين او قانون له مخې سهولتونه وركول د دوي حق دے٬ د بې دركه كسانو د مسئلې حل به په ګډه راوباسو۔ سېنېټر اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania