پینډي 10 مارچ (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)ډاكټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار وئېلي دي چې په 9م مارچ د هند سرسا سيمې سره نزدې يو سپر سانك څيز(پروجيكټائل)په فضاﺀ كښې رامخې ته شوې كوم چې د پاكستان حدود ته داخل شو او د مياچنو سره نزدې راپريوتو٬دې پېښې څخه د هند او پاكستان په فضائي حدود كښې لويه تباهي راتللې شوه او په زمكه هم د زيان اندېښنه وه٬د يو ذمه وار قام په توګه به مونږ اشتعال انګيزي نه كوو او د هند د ځواب به انتظار كوو۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل په 9م مارچ په شپږ بجې او 43 دقيقې د هند سرسا سيمې سره نزدې يو تيز رفتاره څيز پروجيكټائل په فضاﺀ كښې ښكار شو كوم چې د پاكستان حدود ته داخل شو او په درې دقيقې كښې د مياچنو سره نزدې راپريوتو٬پاكستان ايئر ډيفنس او د پاكستان ھوائي ځواك د هغې پرله پسې څارنه كوله۔د كوم راپريوتو چې د وګړو املاك ته زيان ورسېد خو د خوش قسمته نه كوم ځاني زيان ونه شو۔ده ووئيل چې څنګه دا پیښه رامخې ته شوې د دې هند له سپيناوې پكار دې٬د دې نه دا هم ثابته شوې چې هند د هوابازۍ د تحفظ د قواعدو او ضوابطو پاسداري نه كوي۔د دې پېښې څخه د هند او د پاكستان په فضائي حدود كښې لويه تباهي راتلې شوه او په زمكه هم د زيان اندېښنه وه۔ده ووئيل پاكستان د دې پېښې سخته غندنه كوي٬هند له د دې سپيناوې پكار دې۔د يو ذمه وار قام په توګه به مونږ اشتعال انګيزي نه كوو۔ او د هند د ځواب به انتظار كوو خو مونږ دا ښكاره وائيو چې پاكستان خپل فضائي حدود ته د داخلېدونكي كوم هم څيز مخ نيوي له چمتو دې۔په دې پېښه هم د پاكستان ايكشن او رسپانس مكمل و۔ده ووئيل تراوسه د ډي جي اېم اوز په كچ كومه رابطه نه ده شوې٬خارجه دفتر به د اړوند طريقه كار او قواعدو ترمخه د هند څخه سپيناوې وغواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پوځ د سياست څخه هېڅ وركړه راكړه نشته٬ښه به دا وي چې په دې حقله هېڅ قسم قياس ونه كې شي۔
د هند سرسا سيمې سره نزدې په 9م مارچ يو تېزرفتاره څيز په فضاﺀ كښې ليدلې شوې كوم چې د پاكستان حدود ته داخل شوے ٬مونږ به اشتعال انګيزي نه كوو او د هند د ځواب به انتظار كوو۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل