اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي پاكستان او اومان په خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬د اومان وګړو له به په پاكستان كښې تجارت او سېلګرۍ لپاره په ويزو كښې هر ممكنه آسانۍ وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د اومان سفير الشېخ محمد عمر احمد المحرون سره د ملاقات په مهال وكړه۔ چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د پاكستان او اومان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د اومان سفير ووئيل د پاكستان او اومان ترمينځه به ډېر زر فيري سروس پېل شي۔دې سره به د پاكستان او اومان ترمينځه تجارت او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل پاكستان او اومان په خپلو كښې د اسلامي ورورولۍ اړيكې لري۔په دې خبره خوشحاله يم چې د امان په معاشي پرمختګ كښې پاكستانيان كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د اومان وګړو له به په پاكستان كښې د تجارت او سېلګرۍ لپاره په ويزو كښې هر ممكنه آسانۍ وركولې شي۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د اومان سفير الشېخ محمد عمر احمد المحرون ملاقات
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II