اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر(این ??ی او سی) ??ښې د 9مئی نه پس د صورتحال جاج اخستو لپاره د شورو په ورځ مهمه غون??ه وشوه، په غونډه ??ښې صوبائی چیف سیكرټريز خپلو صوبو ??ښې د كورونا وائرس(كووډ ۔ 19) مخ نيوي په ګائیډ لائینز عمل درآمد كولو په اړه فورم د پیشرفت نه خبر كړو، وفاقی وزیر اسد عمر صوبو ته سپارښتنه وك??ه چې په ایس او پیز عمل درآمد باوري كولو سره د اولس صحت او حفاظت باوري كولو له بشپړ كردار ترسره كړئ دغسې چې وباء نوره خپره نشي، انفرادی ذمه واری د اجتماعی صحت، تحفظ او د كووډ ۔ 19 څخه د بچ كيدو يواځنۍ ذريعه ده۔ این ??ی او سی له مخې د غونډې مشري وفاقی وزیر اسد عمر كوله۔ غونډې ته ووئيل شول اولس د حفاظتی ایس او پیز په اړه خبر كړے شوے ؤ۔ اولسي ذمه واری ده جې پخپله په حفاظتی تدابیر عمل درآمد باوري كړي، د آختر په وجه بازارونو ??ښې ګڼه زياته شوې او دې معاملې ته پام لرنه كولو ته اړتيا ده۔ غونډې ته په خپله وينا ??ښې وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د اولس آسانيو لپاره لاك ډاوَن ??ښې نرمی شوې ، د وباء خپريدو خطر اوس هم شته، په حفاظتی ایس او پیز عمل درآمد دې باوري كړې شي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس مخ نيوي له ایس او پیز ټولو صوبو ته ليږلې شوي، راډيو ، ټی وی چیلنز، سوشل میډیا پشمول هر ډیجټیل پلیټ فارم د لارې د موثره اولسي خبرتيا كمپائن چلولې شي، صنعتونو او تعمیراتی څانګې په اړه پروټوكول، د ماركیټونو پشمول ټولو څانګو لپاره كوټلې اېس او پی جوړ شوې، اولس په بشپړه توګه خبر شوے ۔ وفاقی وزیر اسد عمر سپارښتنه وك??ه چې صوبائی چیف سیكرتيز دې په درې څلورو ورځو ??ښې ترسره شوي اېس او پیز باندې 100 فیصده عمل درآمد باوري كړي دغسې چې وباء نوره خپره نشي۔ده ووئېل د 9 مئی نه پس د اولس ذمه واري ده چې په اېس او پیز عمل كولو سره نه يواځې د خپلې كورنۍ بلكه د كمیونټی د صحت خیال هم وساتي
د منصوبه بندۍ،پرمختګ،اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر غونډه كښې سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر