اسلام آباد 31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دوشنبه كښې د تاجك پارليمان مجلس نمائندګان چيئرمېن ذاكر زاده محمد طاهر طاهر سره ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه پارليماني روابط ودې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ٬دواړو د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په پارليماني كچه د روابطو په زياتولو زور راوړے۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په پارليماني كچه د اړيكو ودې لپاره وړاندې نه موجود”پارليماني فرينډ شپ ګروپ” به لا مضبوط او فعاله كولې شي۔خارجه وزير د پاكستان او تاجكستان پارليمان ترمينځه٬د اېشين پارليمنټري اسمبلي(APU)٬ د انټر پارليمنټري يونين(IPU) او د اقتصادي مرستې تنظيم پارليماني اسمبلي(PAECO) مهم فورمز دوه اړخيزه روابط ستائېلو سره د دغې به لا قوي كولو زور راوړے۔خارجه وزير د مجلس نمائندګان چيئرمېن ته د قامي اسمبلۍ سپيكر د اړخه اپرېل كښې په پاكستان كښې دوهم پارليماني كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔د تاجكستان مجلس نمائندګان چيئرمېن د خارجه وزير لخوا په پاكستان كښې كېدونكي پارليماني كنفرنس كښې د بلنې وركولو مننه وكړه۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د تاجكستان په پايه تخت دوشنبے كښې د تاجك سلطنت مؤسس اسماعيل ساماني يادګار ته لاړو ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي اسماعيل ساماني ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔په دې موقع خارجه سېكرټري سهيل محمود٬په تاجكستان كښې د پاكستان سفير عمران حېدر او د خارجه وزارت سينئر افسران هم موجود وو۔
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د تاجك پارليمان د مجلس نمائندګان چيئرمېن ذاكر زاده محمد طاهر طاهر سره وليدل
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو