رسالپور/ اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزي??اع??م محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان سوله ايز هېواد دے٬ د منطقې او ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيكې غواړي٬ په بدلېدونكې نړۍ كښې د قومي سلامتيا تقاضې بدلېږي٬ د هېواد قوي دفاع د هر ډول خطر د مخ نيوي صلاحيت لري۔ د نهې په ورځ په پي اے اېف اصغر خان اكېډمي رسالپور كښې د كېډټس پاسنګ آؤټ پرېډ ته د وېنا كولو په مهال وزي??اع??م محمد نواز شريف ووئيل چ?? د هېواد پرمختګ او خوشحالي د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح مشن دے۔ ده ګرېجوېشن ترسره كوونكو كېډټانو ته مباركي وركړه او وې وئيل چ?? نن دوي لپاره د خاص اهميت ورځ ده۔ ده ووئيل چ?? بايد مونږ سخته خواري جاري وساتو٬ زمونږ په كاميابو كښې سخته خواري شامله وي۔ ده ووئيل چ?? ستاسو په سر د وطن درنه ذمه واري ده او د وطن سلامتيا او تحفظ لپاره زمونږ د اتلانو قربانې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل چ?? تاسو ته به د قوم په باور پوره ختل وي ٬ په اوسي دور كښې په تاسو اضافي ذمه وارې هم راځي۔ بايد تاسو د خپلې كاميابې سفر جاري وساتئ چې دغسې په خپل كېرئر كښې نورې كاميابې هم ترلاسه كړئ۔ ده ووئيل چ?? د هېواد د فضائي حدودو تحفظ ستاسو ذمه واري ده۔ وزي??اع??م ووئيل چ?? پاكستان امن سره محبت كوونكې هېواد دے او د منطقې او ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيكې غواړي۔ مونږ خپلو ګاونډيانو سره د دوستې په بنياد اړيكې غواړو او پاكستان هر وخت د دوستې لاس وركړے۔ ده ووئيل چ?? د معاشي پرمختګ د لارې په نړۍ كښې مهم مقام ترلاسه كېدے شي۔ ده د پاكستان ائير فورس شاهين مخاطب كولو سره ووئيل چ?? هغوي دې د هېواد دفاع او سلامتيا لا مستحكم كولو لپاره كار وكړي٬ ټول قوم د دوي په شا ولاړ دے۔ ده ووئيل چ?? پاكستان د ترهګرې خاتمې او قومي سلامتيا لپاره پوخ عزم لري۔ وزي??اع??م ووئيل چ?? پاكستان ائير فورس په ضرب عضب عملياتو كښې مهم كردار ترسره كړے او د پاكستان ائير فورس او د دې د مشرانو هڅې د قدر وړ دي۔ وزي??اع??م ووئيل چ?? پي اے اېف اصغرخان اكېډمي د لوړ معيار تربيه وركوي او نننې دستوره د كېډټس د خوارې نتيجه ده۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پاس آؤټ شوي كېډټس به مكمل عزم سره د هېواد خدمت وكړي۔ وزي??اع??م محمد نواز شريف د پاسنګ آؤټ پرېډ معائنه وكړه او پاس آؤټ شويو كېډټانو ته ئې بېجونه ولګول۔ په 93 ايوي اېشن كورس كښې په ښه كاركردګې شايان احمد ته ټرافي وركړې شوه۔ د اېوي اېشن 113 كېډټس ګرېجوېش ترلاسه كړو۔ په غوره كاركردګې انډر آفيسر نوشېروان علي اعزازي شمشېر ترلاسه كړو۔ په پاسنګ آؤټ دستوره كښې د 137م جي ډي پي٬ د 83م انجينئرنګ٬ د 93م ايئر ډيفنس٬ د 18 اے اېنډ اېس ډي۔ د شپږم نيوي ګېشن او د دويم لاجسټك كورس كېډټانو ګډون وكړو۔ وزي??اع??م وړومبي نمبر چېمپئن سكوارډرن ته قائداعظم بېن?? هم وركړو۔ په 93 اېوي اېشن كورس كښې په غوره كاركردګې عمران خان ته ټرافي وركړې شوه۔ د انجينئرنګ په څانګه كښې په غوره كاركردګي مهرين اعظم ته ټرافي او ونګ انډر آفيسر مبشر افتاب ته هم ټرافي وركړې شوه۔ په پاسنګ آؤټ پرېډ كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ٬ د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل سهېل امان٬ د خېبرپښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا ٬ سفارتكارو او اعلٰي عسكري چارواكو هم ګډون وكړو
د هېواد قوي دفاع د هر ډول خطر د مخ نيوي صلاحيت لري
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ