فېصل آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي پېغام پاكستان د پاكستان ټولو مكاتب فكر سره د تعلق لرونكو سؤونو په شمېر علماﺀ كرامو متفقه اعلاميه ده ٬ عشرہ شان رحمت اللعالمینؐ ؐلمانځل د پنجاب حكومت يو په زړه پورې ګام او د ربيع الاول مقدس ورځو مناسبت سره شان رحمت للعالمینؐ وېډیو کنفرنس يو ځانګړې اهميت لري كوم چې مونږ ته دا درس راكوي چې مونږ د رسول اكرم (ص) ښكلې نمونه په خپل ژوند كښې عملي كولو سره ټولې مسئلې حل كولې شؤ۔ د شورؤ په ورځ ګورنمنټ کالج فار وومن یونېورسټی فېصل آباد كښې شان رحمت للعالمینؐ وېډیوکنفرنس ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل د سيرت موضوع په نوې بنيادونو د اودرولو په شمول په دې موضوع به محقيقينو له يو نوي ډول سره مخ په وړاندې تلل وي۔ وفاقی وزیر ووئيل چې څنګه به وړاندې په كاڼو ليكل كېدل دغسې نن مونږ په كمپيوټر ليكل كوؤ۔ هغه ووئيل دا مهال غېر مونږ ته د كوچنيانو او د مېرمنو د حقونو درس راكوي حال دا دې چې زمونږ نبي كريم (ص) اقليتونو ته هم هغه حقونه وركړل كوم چې مسلمانانو لپاره وو۔ دومره عزت څوك هم خپلې لور ته نشي وركولې كوم چې د الله نبي خپلې لور فاطمه رضي الله عنها ته وركړې ؤ۔ هغوي خپلو بيبيانو سره هم ښكلې سلوك كړې او په زړه پورې رويه ساتلې وه۔ په دې موقعه وفاقي وزير د پېغمبر علېه السلام د ښكلې اخلاقو څو واقعې د نمونې د پاره وړاندې كړې۔ هغه ووئيل كه مونږ كاميابي غواړؤ نو مونږ له به د پېغمبر علېه السلام په ښودلې شويو اصولو عمل كول وي۔ په دې موقعه د هائير ايجوكېشن پنجاب صوبائي وزير راجه ياسر همايون او د ګورنمنټ كالج فار وومن يونېورسټي وائس چانسلر ډاكټر روبينه فاروق هم د وېډيو لنك د لارې خطاب وكړو۔ كنفرنس كښې د پوهنتون د بېلو څانګو مشرانو او ګڼ شمېر زده كوؤنكو ګډون وكړو۔
د ربیع الاول مناسبت سره شان رحمت للعالمینؐ وېډیو کنفرنس ډېر مهم دے٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير وېډیو کنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق