كوئټھ 04 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې بلوچستان ?? پاكستان سب??ؤن دے او ځوانان يې معماران دي٬?? پاكستان تر ټولو لويه صوبه د خپلو قدرتي وسائلو پھ سب?? تاريخ بدلونكې ده د دې څخه وروستو به په صوبه د خوشحالۍ دروازې پرانستلې شي٬ ځكه د بلوچستان اولس دې سازشونه ناكامولو سره د خپلو بچو سب??ؤن محفوظ كړي۔اولس مشر دا خبرې پھ كوئټھ كښې د سردار بهادر خان ويمن پوهنتون كوئټې 9م كانوكېشن ته خطاب كښې وكړې۔پھ دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي هم خطاب وكړو او اولس مشر د پوهنتون څخه فارغ شويو زده كونكو ته ډګرۍ او د ښه كاركردګۍ پھ څرګندونه زده كونكو كښې اعزازات وويشل۔اولس مشر په دې موقع په خپل خطاب كښې ووئيل چې د حقير ګټو څخه پرته بايد د قامي پرمختګ لپاره كار وكړې شي او د تېر وخت غلطۍ هېرولو سره دې د خپلو ماشومانو سب??ؤن لپاره وړاندې تګ وكړی شي۔ده ووئيل چې ?? پاكستان جينكۍ دې تعليم لپاره ټولې نړۍ ته لاړی شي خو د اجنبي تهذيبونو د ړوند تقليد څخه دې ??ان بچ كړي۔ده ووئيل چې د اقتصادي لارې پشان د پروژو په تناظر كښې د بلوچستان ځوانانو او په خاص ??وګ?? جينكو ته د خپل علم او هنر د لارې مهم كردار ترسره كول دي۔د اقتصادي لارې په شكل كښې چې كومې موقعې پیدا كېږي د دې څخه ګټه پورته كولو لپاره به د زيات علم اهليت او كاركردګۍ ضرورت وي٬زه خوشحاله يم چې د سردار بهادر خان ويمن پوهنتون په دې لړ كښې د قدر وړ كردار ترسره كوي۔اولس مشر ووئيل چې د ايوان صدر په اخراجاتو كښې مو بچت كولو سره زيات رقم نېشنل يونيورسټي آف مارډن لينګوېجز ته وسپارلو چې دغسې پھ ګوادر كښې د دې كېمپس جوړ كړې شي او د بلوچستان ماشومانو ته چينائي ژبه وښودلې شي۔اولس مشر ووئيل چې خوږ وطن او په خاص ??وګ?? بلوچستان د تېرو څو كلونو په مهال سختو ستونزو سره مخ پاتې شوې او يو سب?? يې په يقيني ??وګ?? سياسي مسئلې پاتې شوې دي٬دا داسې مسئلې دي چې دې نه يوازې په بلوچستان بلكې د هېواد په نورو برخو كښې هم پيچلتيا پیدا كړی۔ده ووئيل چې قامي سياسي مشرتابه او نورې قامي ادارې پھ دې مسئلو قابو موندلو لپاره په تندۍ سره كار كوي او مثبتې نتيجې راوتې دي۔په بلوچستان كښې د دې بهترۍ اثار په خاص ??وګ?? په نظر راځي۔ده ووئيل چې د بلوچستان د غېرتمند اولس ذمه واري ده چې سازشونه ناكام كړي او د خپلو بچو سب??ؤن محفوظ كړي۔دې سره زه ?? پاكستان پټو او څرګندو دښمنانانو ته هم وائيم چې پاكستانې قوم داخلي٬سياسي او غېر سياسي اختلافاتو سره هم د اوسپنې ديوال دې او دې سره ټكر كېدونكې هر قوت به زرې زرې شي
بلوچستان د پاكستان سباؤن دے او ځوانان يې معماران
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت