اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقی وزیرې سېنېټرې شیری رحمان وئيلي دي چې تر آخري بال او آخری کارډ ناکامۍ نه پس عمران خان د زندان ډكولو تحریك اعلان کړې خو پخپله په هر کېس كښې د نيولو څخه وړاندې ضمانت ترلاسه كوي، انتشار، احتجاج او عدم استحکام سیاست كښې ناکامۍ نه پس تحریک انصاف بايد خپل طرز سیاست ته بيا كتنه وكړي۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې دي ووئيل عمران خان د زندان ډكولو تحريك اعلان کړې دې نو بيا ولي ضمانت اخلي، بايد هغه د زندان ډكولو تحریك قیادت پخپله وكړي۔ شیری رحمان ووئيل هغه پخپله د زندان څخه يريږي او كارمندان پاروي، وګړو د هغه ذاتی احتجاج رد كړې دې اوس هغه د زندان ډكولو تحریك اعلان کړې دې