اسلام آباد04 مارچ (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق سپارښتنه كړي چې اولس له د مزل او مال وړلو اسانيو وركولو او د ادارې خسارہ کمولو له دې به په پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ماډل په ترجیحی بنیادونو غور وكړې شي۔ ریلوے هيډ کوارټرز كښې د اعلیٰ پائې غونډې ته په خپل خطاب کښې خواجه ہسعد رفیق ووئيل میرټ، دیانت او د سپيځلتيا په اوصولو عمل کولو سره د پاکستان ریلویز شالیمار ایکسپرېس د كال يو 80 کروړ روپو آؤټ سورس کړې كوم چې وړاندې د كال 66 کروړ روپو كړې وو۔ ده په دې مهال د خوشحال خان خټك او بولان ایکسپریس يو ځل بيا پبلك پرائیوٹ پارټنرشپ لپاره د وړانديز سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د پاکستان ریلویزچیف ایګزیکټوآفېسر محمد جاوید انور ،د ریلویز سلاحكار انجم پرویز او نورو اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔ خواجه سعد رفیق ته اعلیٰ افسرانو راپور وړاندې كړو چې د امریکن ساخت 55 لوکوموټیوز د ترسره شوي شیډول څخه وړاندې به پاکستان رارسولې شي۔ خواجه سعد رفیق د جدید لوکوموټیوز ښه كارولو باورې كولو لپاره 5 كسېزه كمېټی جوړه كړه۔ د ريلوے وزیر ووئيل د پاکستان ریلویز كښې يو نوې تاريخ جوړيېږي۔ ده ووئيل د پاکستان ریلویز دې د يو یګولیټری ادارې په توګه كار وكړي او اولس له دې اسانۍ وركړي
اولس له د مزل او مال وړلو اسانيو وركولو او د ادارې خسارہ کمولو له دې به په پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ماډل په ترجیحی بنیادونو غور وكړې شي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ