اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) وزير??عظ?? شهباز شريف وئيلي دي چې بهر مېشته پاكستانيانو په يوه ورځ كښې 57 مليونه ??الر هېواد ته رالېږلو سره نوے ريكارډ جوړ كړے، په روشن ډېجيټل اكاٶنټ كښې جمع كړے شوے رقم د 4.5 اربه ډالرو نه زيات شوے. د وزير??عظ?? دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان او د وزير??عظ?? د ټويټ له مخې وزير??عظ?? شهباز شريف په يوه ورځ كښې ريكارډ 57 مليونه ??الر پاكستان ته په رالېږلو بهر مېشته پاكستانيانو ته پېرزوينه وړاندې كړې او د دوي ئې من??ه كړې. ده ووئيل چې په تېره يوه ورځ كښې سټېټ بانك ته تر ټولو زيات 57 مليونه ??الر ترلاسه شوي دي. ده ووئيل چې زمونږ حكومت د روشن ډېجيټل اكانټ سكيم مكمل ملاتړ او سرپرستي كوي. وزير??عظ?? ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي د كومو زړونه ??ې د پاكستان په محبت كښې درزېږي.تاسو سره لوظ كوو چې د اوسنيو معاشي مشكلو حالاتو څخه وتلو سره به ستاسو په هيلو پوره راځو. اوسنې حكومت د بهر مېشته پاكستانيانو اسانيې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي. مو??ږ به ستاسو په ژوند كښې اسانيو لپاره كوم كسر نه پرېږدو.
بهر مېشته پاكستانيانو په يوه ورځ كښې 57 مليونه ډالر هېواد ته رالېږلو سره نوے ريكارډ جوړ كړے. وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ