ملګري ملتونه ۔17مئی (اے پي پي ) مل??رو ملتونو كښې د پاکستان سفیر منیر اکرم وئېلي دي په سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو د پاکستان موقف د مل??رو ملتونو د چارټر اصولو او مقاصدو تر مخه دے ، د كمزوريو او ناکامو باوجود ملګري ملتونه او?? هم يو ګټور ګن اړخيزه فورم دے ۔ ده دا خبرې د نیشنل ډیفنس یونیورسټي (این ډي یو ) اسلام آباد يو پلاوي ت د مل??رو ملتونو په ایجنډا نړيوالو او سيمه ايزو مسائلو او په نړيواله اداره كښې د پاکستان کردار په اړه بریفنګ كښې وكړې ۔سفیر منیر اکرم پلاوي ته ووئېل پاکستان په ټولو ادارو په خاص توګه د هېواد مهم مفاد لپاره چارې رامخې ته كولو كښې فعاله کردار ادا کوي ۔ ده پلاوي ته ووئېل پاکستان 2025-26 موده کښې د مل??رو ملتونو د طاقت مرکز سلامتي کونسل د غیر مستقل نشست امیدوار دے ۔ ده ووئېل كه وټاكلے شو نو دا به پاکستان ??ه د نړيوال او سيمه ايز امن او استحکام ودې له په هلو ځلو كښې د خپلې برخې اچولو موقع و??كړي ۔سفیر اکرم ووئېل د پاکستان مشن د هند غیر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمیر شخړې په اړه د سلامتي کونسل قراردادونو باندې عمل درآمد باوري كولو او د هند لخوا په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو ??ه د نړيوالې ورورولۍ پام ګرځولو له په زړه پورې هڅې كوي ۔ ده ووئېل پاکستان په ټوله نړۍ كښې د شخړو په ځايونو د مل??رو ملتونو د امن پوځ په کارروائیو كښې هم مهم کردار ادا کوي۔ ده باور ورکړو چې د كمزوريو او ناکامو باوجود، ملګري ملتونه او?? هم يو ګټور او ګڼ اړخيزه فورم دے چرته چې د ترقی پذیر هېوادونو هم موقف او??ېدلے كېږي ۔ پاکستان ??ه د پیښو چیلنجونو په اړه خبرو كښې ده ووئېل ترهه ګري د قامي سلامتیا لپاره تر ټولو لويه خطرہ ده ٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاکستان بلها قربانۍ وركړي ۔سفیر منیر اکرم ووئېل به بهرني ماحول كښې شدید بدلونونه راځي ځكه چې ټیکنالوجي، جیوسټریټیجک شخړې ، د لويو قواؤ تر مينځه مسابقت او موسمیاتي بلونونو سره مخ نړيوال ترتیب د نوو تشکیلات سره نړيوال نظام ته نوي شکل وركولو لپاره ځائے نيسي۔ پلاوي د مل??رو ملتونو د هیډ کوارټرهم دورہ وكړه چرته چې د عسکري چارو دفتر (او ایم اے) دوي ته د امن کارروائیو په اړه بریفنګ وركړے شو ۔په دې مهال د پاکستان مستقل استازے سفیر عثمان جدون او د پاکستان مشن افسران هم موجود وو ۔واضحه دې وي د 12 غړو پلاوي مشري د این ډی یو چیف انسټرکټر میجر جنرل نعیم اختر کوي كوم چې دا وخت امریکا كښې د قامي سلامتیا او جنګی کورس (23-24) كښې ګډون كوي
په سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو د پاکستان موقف د ملكرو ملتونو د چارټر اصولو او مقاصدو تر مخه دے ،سفیرمنیر اکرم
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل