د اولس مشر ممنون حسېن د كشمير كونسل او د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ شريكې غونډې ته وېنا


مظفر آباد 15 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې د كشمير په مسئله د نړۍ لخوا شوي لوظونه پوره كړي٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې په ازاد او منصفانه ډول د رائې د حق د لارې د دې پخوانې مسئل حل ممكن دے٬ د كشمير د ازادې د تحريك ملاتړ د پاكستانيانو د ايمان او غېرت تقاضا ده٬ هند دې خپل جابرانه تور قوانين بېرته واخلي او كشميري مشرانو ته دې د بهرنيو هېوادونو د سفر كولو اجازه وركړې شي٬ د بشري حقونو نړيوالو مبصرينو ته دې د مقبوضه كشمير بند دروازې پرانستل شي او كشمير دې غېر پوځي سيمه وګرځول شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كشمير كونسل او د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ شريكې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د كشمير د شهيدانو په وينه د ازادې د روښانه لمر د راوتلو زيات وخت نه دې پاتې٬ د كشمير د آزادې تحريك د زلمي شهيد او د ذهين قائد برهان مظفر واني شهيد د وينې په بركت په يو نوي دور كښې داخل شوے٬ د غېر ملكي جبر په ضد د تاريخي هڅې كوونكي بهادر كشميري اولس په خاوره د دوي ټاكل شويو استازو ته وېنا كول ما لپاره د اعزاز خبره ده ځكه چې نن زه هغو خلقو ته مخاطب يم كوم چې د غېر ملكي قبضې په ضد هڅې كولو سره يو داسې تاريخ ليكي چې نړۍ ئې مثال نه شي وركولې۔ اولس مشر ووئيل چې د مقبوضه كشمير مشرانو د خپلو بچو جنازې پورته كړې او د ازادې بېرغ ئې ټېټېدو ته ورنه كړو۔ د كشمير لوڼو د خپلو خاوندانو٬ وروڼو او لوڼو مړي اوچت كړل او د لوپټو نه ئې بېرغ جوړ كړو او مېدان ته راوتلې۔ مونږ هغوي ته سلام كوو٬ مونږ د هغوي هغو بچو ته چې د ازادې منزل لپاره ئې قربان كړل٬ سلام كوو٬ هغو مشرانو چې خپل اولاد ئې قبرونو ته په خپلو لاسونو كوز كړو٬ سلام كوو٬ هغو ځوانانو ته چې ژوند ئې ازادې لپاره قربان كړو٬ سلام كوو۔ مونږ سلام كوو هغو مئيندو٬ ښوئندو او لوڼو ته كومو چې د خپلو سرونو تاجونه٬ ځيګر او زلمي وروڼه د وطن په حرمت قربان كړل۔ اولس مشر ووئيل چې د كوم قوم هره يوه طبقه چې كله د كشميريانو پشان سر په تلي كېږدي٬ نو د نړۍ يو طاقت ئې هم سر نه شي ټېټولې٬ زيات وخت نه دې پاتې چې د كشمير د ازادي لمر به راوخېژي۔ اولس مشر ووئيل چې د كشمري د ازادې د تحريك د اوسني پړاؤ سل ورځې ترسره كېږي٬ په دې موده كښې د يو سل لسو نه زيان كسان شهيدان شوي دي٬ د سلګونو په شمېر د سترګو د نظر نه محروم كړې شوي دي٬ په مقبوضه كشمير كښې ژوند مفلوج شوے٬ د لوي جمهوريت دعويٰ كوونكي هند د خلقو نه د عبادت كولو حق هم اخستې چې په مهذبه نړۍ كښې ئې مثال نشته۔ ده ووئيل چې افسوس په دې صورتحال نړيوال ضمير خاموش دے۔ اولس مشر ووئيل چې مونږ نړۍ ته خواست كوو چې دې صورتحال ته دې پام وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ هيله لرو چې نړيوال ضمير به راويښ شي او د ظلم لاس به ونيسي او مظلومانو ته به خپل حق وركړي۔ اولس مشر ووئيل چې په كنټرول لائن كشميريان هم د هند حارحيت سره پرله پسې مخ كېږي٬ د دې خلقو ځان او مال تل خطر سره مخ وي خو د دواړو خوا كشميري اولس په كومه بهادرې چې د دې خطرو مقابله كړې٬ د نړۍ په تاريخ كښې ئې مثال نشته۔ مونږ د ازاد كشمير د بهادر اولس جوش٬ جذبه او همت ته پېرزوينه وړاندې كوو۔ د دوي ستونزې زمونږ ستونزې دي٬ د ازاد كشمير اولس به يوازې نه شي پرېښودلې٬ حكومت به د دوي ټولې ستونزې حل كوي۔ اولس مشر ووئيل چې زمونږ رشتې به كله هم ختم نه شي او د كشميريانو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ به جاري ساتلې شي۔ اولس مشر ووئيل چې دې مقصد لپاره مونږ د خبرو دروازه هم پرانستې ساتل غواړو٬ خو په كشميري اولس ظلم زياتې او خبرې يو ځائ نه شي كېدے۔ اولس مشر ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه احساس ولري چې د هند د هغه وخت وزيراعظم جواهر لال نهرو دا مسئله په خپله ملګرو ملتونو ته وړې وه٬ او چې هند بيا هم خپل لوظونه نه پوره كوي نو دا نړيوالې ټولنې لپاره د فكر لمحه ده۔ اولس مشر ووئيل چې هيله لرم د ازاد كشمير حكومت به تعليم٬ عامې روغتيا او د اولس بنيادي ضروريات پوره كولو لپاره ټولې وسيلې وكاروي۔ د ازاد كشمير حكومت به تل د پاكستاني حكومت مرسته ولري۔ د الله تعالي په تائيد او مرسته به په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او ستم توره شپه ختم شي٬ د كشميري اولس قربانې به ځاي ونيسي او د ازادې لمر په زر راوخېژي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس