اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)سترې محكمې پانامه پيپرز كيس كښې پريكړه اورولې او وزيراعظم محمد نواز شريف ئې نااهله ګرځولې دے ٬عدالت وئېلې دي وزيراعظم محمد نواز شريف صادق او امين پاتې نه دې ٬هغه دې پھ سمدستي توګه خپله چوكۍ پرېږدي٬د ټاكنو كميسون دې د هغه د پارلمان غړيتوب ختمولو نوټيفيكېشن جاري كړي٬په غلط بيانۍ كولو او د خپلو اثاثو په نه څرګندولو دې د وزيراعظم٬د هغه زامنو حسېن نواز٬حسن نواز٬مريم صفدر٬كېپټن(ر)صفدراو د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ ضد پھ شپږو اونيو كښې ريفرنس دائر كړی شي٬د احتساب عدالتونه به په شپږو مياشتو كښې په ريفرنسز د پريكړی كولو پابند وي٬اولس مشر دې پھ هېواد كښې د جمهوريت لړۍ روانه ساتلو لپاره مناسب اقدامات باوري كړي٬د سترې محكمې يو جج به د عدالتي پريكړې د عملدرآمد څارنه كوي٬د جے آئي ټي غړو ملازمتونو تحفظ دې باوري كړی شي او د مانيټرنګ جج د اجازې نه وړاندې دې د هغوي پوسټنګ٬ټرانسفر ونه كړی شي۔د جمعې پھ ورځ د پانامه ليك كېس پرېكړه محفوظ كړی شوې وه۔پريكړه د جسټس آصف سعيد كهوسه په مشرۍ كښې جسټس شېخ عظمت سعيد٬جسټس اعجاز الاحسن٬جسټس اعجاز افضل او د جسټس ګلزار احمد پشمول پنځه كسيزه لارج?? بېنچ واوروله۔عدالت پريكړه اورولو كښې ووئيل دا پريكړه د پنځه كسيزه لارج?? بېنچ د اپرېل د 20مې نېټې د پريكړې لړۍ ده۔د جے آئي ټي راپور ترلاسه كېدو نه پس درې كسيزه عملدرآمد بېنچ د پنځه ورځو اورېدنې نه پس د جولائي پھ 21مه نېټھ پريكړه محفوظ كړی وه۔عدالت پريكړه اورولو سره د وزيراعظم محمد نواز شريف په حقله ووئيل د كيس اورېدنې په مهال د دې خبرې ترديد ونه كړی شو چې وزيراعظم محمد نواز شريف د اېف زيډ اي كېپيټل بورډ د چيئرمېن په توګه د تنخا اخستو مجاز ؤ ځكه د تنخا نه اخستو په خبره د تر لاسه كولوجوګه تنخا نه ترلاسه كولو جواز جوړیږي۔ د نه ترلاسه كولو سره هم قابل وصول تنخا يوه اثاثه ده نو وزيراعظم له پكار وه چې ده د كال 2013م ټاكنو لپاره د نامزدګۍ پھ خپلو كاغذونو كښې دا څرګنده كړې وه خو ده دا اثاثې نه څرګندولو په سوب هغه د عوامي نمائندګۍ ايكټ سېكشن 12(اېف) خلاف ورزي كړی۔ده د ټاكنو په كميسون كښې د دروغو ډيكليرئشن جمع كړې شوے او دې سره هغه د عوامي نمائندګۍ ايكټ د سكېشن 12 او د آئين آرټيكل 62 له مخې صادق ااو امين نه دې پاتې شوې۔د دې په رڼا كښې نېب ته امر كولې شي چې هغه دې د جے آئي ټي لخوا د جمع كړی شويو شهادتي موادو يا پھ اېف آئي اے كښې د شته شواهدو كوم چې دې اثاثو سره بلاواسطه يا بالواسطه تړون لري٬په بنياد دې د هغه په ضد په شپږو اونيو كښې اسلام آباد / پینډۍ احستاب عدالتونو كښې ريفرنس دائر كړي۔عدالت په خپله پريكړه كښې نېب ته دا هم هدايت وكړو چې د وزيراعظم٬د هغه د زامنو حسېن نواز٬حسن نواز٬لور مريم صفدر او كېپټن صفدر په ضد د لندن پھ پارك لين كښې د ف??يټ 16 ٬ 16 اے او 17 او 17 اے د ملكيت په نه څرګندولو ريفرنس دائر كړي۔په دې لړ كښې نېب د جے آئي ټي لخوا جمع كړی شوي شواهد پكار راوستلې شي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف٬حسېن نواز٬او د حسن نواز په ضد دې د عزيزيه سټيل ملز او هل ميټل جوړولو هم ??يفرنس دائر كړی شي۔د هغه پھ ضد دې د فليګ شپ٬هارټ سټن پراپرټيز لمېټټد٬كونټ ايټن پيلس كوے هولډنګ او پيرګراف نمبر 9 كښې درج د نورو كمپنو په حقله هم ??يفرنس دائر كړی شي۔ عدالت پركړه كښې وشېلې دي د خزانې وزير اسحاق ډار پھ ضد دې په آمدن او اثاثو كښې د عدم مطابقت په حقله ريفرنس دائر كړې شي۔عدالت په خپله پريكړه كښې نېب ته دا هم ??مر كړے چې د موسٰی غني٬كاشف قاضي٬سعيد احمد٬شېخ سعيد او د جاوېد كياني پشمول دې د هغه ټولو كسانو په ضد هم ??يفرنس دائر كړی شي د كومو چې وزيراعظم٬د هغه زامنو٬حسېن نواز٬حسن نواز٬مريم صفدر او د اسحاق ډار لخوا د دې اثاثو د ترلاسه كولو پھ اړه بالواسطه يا بلاواسطه تعلق وي يا د دوي اثاثې د آمدن نه زياتې وي۔نېب به د دې معاملې پھ حقلھ د نورو اثاثو كومې چې نه دې څرګندې كړې شوې٬په رامخې ته كېدو د اضافي ريفرنس هم ??ائر كولو مجاز وي او د احتساب عدالت به پھ دې ټولو ريفرنسونو كښې په شپږو مياشتو كښې د پريكړې كولو پابند وي خو پھ دې مهال كه عدالت ته د مدعا عليهان يا د كومو نورو كسانو لخوا جعلي دستاويز يا حلف نامه ترلاسه كېږي نو د اړوند كس يا كسانو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كولې شي٬عدالت ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف د نامزدګۍ په خپلو كاغذونو كښې پھ دبئي كښې د كېپيټل اېف زېډ اي ٬ جبل علي څخه نه ترلاسه شوې قابل وصول اثاثو په نه څرګندولو او د ټاكنو پھ كميسون كښې د دروغو پھ حلف نامه جمع كولو صادق او امين نه دې پاتې شوې ځكه هغه د پارلمان د غړيتوب اهل نه دې٬د ټاكنو كميسون دې پھ سمدستي توګه د هغه غړيتوب ډي نوټيفائي كړي او هغه دې د وزيراعظم چوكۍ پرېږدي٬عدالت په خپله پريكړه كښې اولس مشر ته خواست وكړو چې هغه دې پھ هېواد كښې د جمهوريت لړۍ روانه ساتلو لپاره مناسب اقدامات باوري كړي۔پنځه كسيزه لارج?? بېنچ د ستر قاضي څخه عدالتي پريكړه د خپل روح له مخې عملي كولو لپاره د نګران جج ټاكلو خواست كولو سره د جے آئي ټي د غړو د كار ستائنه وكړه او وې وئېل د جے آئي ټي د غړو د ملازمتونو تحفظ دې باوري كړی شي او د مانيټرنګ جج د اجازې نه وړاندې دې د هغوي پوسټنګ/ ټرانسفر ونه كړې شي۔د يادونې وړ ده دا پريكړه دوه ځله واورولې شوه ٬وړومبې پھ پانامه ليكس كيس د درې كسيزه عملدرآمد بېنچ مشر جسټس اعجاز افضل پريكړه اورولې ٬د دې نه پس د پنځه كسيزه لارج?? بېنچ مشر جسټس آصف سعيد كهوسه پريكړه بېا واوروله
سپريم كورټ پانامه پیپرز كيس كښې وزيراعظم محمد نواز شريف نااهل وګرځولووزيراعظم محمد نواز شريف صادق او امين پاتې نه شو٬
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II