اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي ??زي??ې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي پاكستان د ماحولياتي بدلون سنګين اثرات سره مخ دے٬پشكال بارانونو ??ه ټول هېواد كښې تباهي كړې۔د جمعې په ورځ په ??پل وېډيو بيان كښې وفاقي ??زي??ې ووئيل پاكستان هيټ ويو٬په ځنګلونو كښې د اور لګېدو٬بارانونو او سېلاب پشان پېښو سره مخ دے٬مونږ د ماحولياتي بدلون اثرات سره په مخ كېدونكو هېوادونو كښې په وړومبي صف كښې شامل يو۔شيري رحمان ووئيل اوس د دې لسيزې تر ټولو لوي پشكال بارانونو په هېواد كښې تباهي كړې۔په ??وسني باران او سېلاب كښې د سندھ او بلوچستان سيمې زياتې ځپلې شوي۔هغې ووئيل د لاكهونو په ??مېر خلق خطرو سره مخ دي۔خلق د خوراك او پناه نه بغېر ناست دي۔شيري رحمان ووئيل مونږ د دې لسيزې د لويې انساني بحران څخه تېرېږو
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری