اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړے ران?? تنویر حسېن د مقابلې نه غير د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې شوې ۔ د زيارت په ورځ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غو??ډه پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔د ن??ې چیئرمېن ټاكنې لپاره د انتخابی عمل نګرانی د قامی اسمبلۍ سيكتر قمرسهیل لودھی كوله۔ په غو??ډه كښې د حکومتی ګوند چیف وهپ مل?? عامر ډوګر پشمول د پبلګ اکاؤنټس کمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن لپاره د پاکستان تحریك انصاف د قامی اسمبلۍ غړي سردار نصراللہ دریشك د ران?? تنویر حسین نامه تجویز کړه د كومې چې د مسلم لیګ (ن) د اړخه مشاهد حسین سید او د پاکستان پیپلز ګوند د قامی اسمبلۍ غړي راجه پرویز اشرف تائید وكړو۔ دغسې د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړې ران?? تنویر حسېن د پبلك اکاؤنټس کمیېټۍ د مقابلې نه غير چ??ئرمېن وټاكلې شو۔ د پبلك اکاونټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې كيدو نه پس ران?? تنویر حسېن د ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل د پبلك اکاؤنٹټس کمېټۍ پريكړو كښې به ټولو غړو سره پھ ګډه كار كوم۔ ده ووئيل پی اے سی مهم فورم دے د دې ښه كولو ته اړتيا ده دغسې چې د هېواد او قام لپاره كردار ترسره كړې شي۔ ټولو غړو ران?? تنویر حسېن له مبارکي وركړه او هغه له ئې د هر ډول مرستې باور وركړو۔
د مسلم لیګ (ن) رانا تنویر حسېن د پبلك اکاؤنټس کمېتۍ چیئرمېن وټاكلې شو
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار